کابل (پژواک١١مرغومى٩٠): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې روانه مياشت به افغانستان له درېيو اروپايي هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه لاسليک کړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن (د مرغومي يوولسمه) په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دا مهال افغان چارواکي د انګلستان، فرانسې او ايټاليا له چارواکو سره د ستراتيژيکو تړونونو پر سر په خبرو بوخت دي.
موسى زي وويل، چې افغانستان به دغه تړونونونه ملي ګټو ته پام سره لاسليک کوي.
ده همداراز وويل، چې افغانستان د ديموکراسۍ د پياوړتيا، د تېرو لسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو او دوام او پر شته ستونزو د برلاسۍ لپاره هم له نورو هېوادونو سره دا شان اړيکو ته اړتيا لري.
هغه وويل چې د افغانستان حکومت له ناټو سازمان، اروپايي ټولنې او اسټراليايي چارواکو سره هم په سياسي، امنيتي، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبرې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ د ستراتيژيک تړون پر سر خبرې روانې دي او افغانستان له هند سره هم څه موده مخکې د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ.
په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې هم، له افغانستان سره په ستراتيژيکو اړيکو کې شاملې دي.
موسى زي په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو ډول ايجابوي، چې د سند د ټولو موادو پر سر د خبرو او هوکړې لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ نورې خبرې هم وشي.
هغه د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د تېر په څېر په خپلو سياستونو کې د معقول سياست په غوره کولو سره له ګاونډيو او نورو هېوادونو سره په خپلو اړيکو کې توازن په پام کې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د سيمې ځينو هېوادونو په افغانستان کې د امريکا له پوځي اډو سره خپل مخالفت څرګند کړى دى.
د روان کال د ليندۍ په مياشت کې د امريکا له متحده ايالتونو سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو لرل، په کابل کې يوې دوديزې لويې جرګې په مشروط ډول تاييد کړل.
د افغانستان ملي حاکميت او نافذه قوانينو ته درناوی د جرګې له مهمو شرطونو څخه وو.
افغان حکومت هم ويلي، چې د دوديزې لويې جرګې د سپارښتنو په نظر کې نيولو سر به له امريکايي چارواکو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
ولسمشر کرزي ګواښ کړى، ترڅو چې د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونه په افغانستان کې د خلکو د کورونو تلاشۍ او د شپې عمليات بند نه کړي، نو دا سند به لاسليک نه کړي.
خو د ناټو ځواکونو وياند د شپې عمليات د مخالفينو د ځپلو او د مشرانو د نيولو لپاره اړين بللي او ويلي يې دي، چې دوام به ورکړي.










