اسعداباد (پژواک ١١ مرغومى ٩٠): د کونړ د مرکزي زندان بنديان وايي، چې د دوى دوسيې په سمه توګه نه څېړل کېږي او د څېړلو په بدل کې ترې قضايي ارګانونه د پيسو غوښتنه کوي، خو د عدلي او قضايي ارګانونو چارواکي بيا د هغوى دا نيوکه ردوي.
دغه راز دغه زندانيان په زندان کې د اوبو او برېښنا له نه شتون څخه شکايت کوي او وايي، چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د اسعداباد ښار په مرکزي زندان کې يو بندي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې قاضيانو او څارنوالانو ورسره ډېر زياتى او ظلم کړى دى.
هغه زياته کړه: ((په ښکاره ډول درته وايم، چې زموږ د هر بندي نه يې پيسې غوښتې دي او چا چې نه دې ورکړې، له هغوى سره سم سلوک نه کوي.))
د دغه ولايت د دانګام ولسوالۍ يو اوسېدونکى شاه جهان، چې د ښوونځيو د غوړيو او بيسکېټو د غلا پر جرم بندي دى، ادعا کوله، چې ځيني بېګناه خلک راوستل کېږي او بيا په زندان کې پرې جرم ورتپل کېږي.
د فاروق په نوم يوه بل بندي بيا شکايت کاوه، چې په دغه سخت ژمي کې دوى يواځې درې ساعته برېښنا لري او ډېرى مهال ګرمو اوبو ته هم لاسرسى نه لري.
د کونړ د مرکزي زندان امر عبدالواحد نورګلى په زندان کې د اسانتياو د نشتوالي ستونزه مني او وايي، چې د يخنۍ د زياتېدو له امله په زندان کې د اوبو او برېښنا نه شتون زندانيان او پرسونل له ستونزو سره مخ کړي دي.
د هغه په وينا، څو ځلې يې له ولايتي ادارې او ولايتي بيارغونې ډلې څخه د دې ستونزې د هوارېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې ستونزه نه ده هواره شوې.
خو د کونړ د محاکمو رياست مرستيال قضاوتوال مولوي شمس الرحمن بيا پر قضايي ارګان د بنديانو نيوکې بې ځايه بولي او وايي، چې څېړنه د قاضي نه، بلکې د څارنوالۍ مسووليت دى.
د هغه په وينا، که څوک له زندانيانو ناوړه غوښتنه کوي او پيسې ترې غواړي د محاکمو رياست ته دې خبر ورکړي.
هغه پژواک ته و ويل: ((بنديان په دې خبره نه پوهېږي، چې تحقيق د چا کار دى، په کوم وخت کې چې موږ ته د دوى دفاعيه وکيل مدافع راوړي، په هغه وخت سره موږ حکمونه او فيصلې کړې دي.))
دغه راز د کونړ د استيناف څارنوالۍ رييس محمد شعيب هم دا خبره ردوي، چې څارنوالۍ دې له چا د رشوت غوښتنه کړې وي.
هغه زياته کړه:((رشوت ورکول اواخيستل جرم دى او په دې اړه موږ ډېر کسان نيولي دي او که چېرته يو څارنوال له دوى نه د پيسو مطالبه کړې وي، دوى دې ما ته په مخفي شکل و وايي، نو انشاالله څارنوال به هم د نورو په شان د قانون منګولو ته وسپارل شي.))
د کونړ د زندان بنديان په داسې مهال د خپلو دوسيو د نه څېړلو شکايت کوي، چې په دغه ولايت کې وخت ناوخت د تورنو زندانيانو ډاګيزې محکمې ترسره کېږي، چې د خلکو په وينا د جرمونو په مخنيوي کې تر ډېره کمى راغلى دى.
د کونړ د زندان د مسوولينو په وينا، په دغه زندان کې اوسمهال شاوخوا ٢٥٠ کسان، چې په بېلابېلو جرمونو مجرم پېژندل شوي، د بند شپې او ورځې تېروي.










