جلال اباد (پژواک ١١ مرغومى ٩٠): په ننګرهار ولايت کې د ځمکو د ملکيت او نورو لانجو له امله د قومونو تر منځ د راپيدا شوو شخړو د هوارۍ په موخه د اسدالله وفا په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى جلال اباد ته تللى دى.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې په دغه پلاوي کې سلاکار وزيران، د ولسي جرګې، د علماوو شورا غړي او قومي مشران ګډون لري.
هغه زياته کړه، چې د پلاوي مشر د ولسمشرۍ د شکاياتو د دفتر رييس او سلاکار وزير اسدالله وفا او غړي يې مولوي ارسلا رحماني، حاجي نعيم کوچى، مولوي شهزاده، ډاکتر اکرم خپلواک، قيوم کرزى او نور دي.
د والي وياند و ويل، پلاوى به د اچين او سپين غر ولسواليو د عليشېرخېل او سې پاى قومونو د بټي کوټ ولسوالۍ د سې پاى او کوچيانو قومونو تر منځ د پرتو شخړو د دايمي هوارۍ هلې ځلې وکړي.
د پلاوي مشر او سلاکار وزير اسدالله وفا پژواک ته و ويل، چې تر هغې به په جلال اباد کې له پلاوي سره پاتې شي، څو يې د قومونو تر منځ د ستونزو دايمي حل نه وي را ايستلى.
د سې پاى قومي مشر ملک عثمان پژواک اژانس ته و ويل، چې سلاکار وزير او راغلي پلاوي ته به هغه څه په مخ کې کېږدي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې منځته راغلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې راغلي پلاوي ته بشپړ درناوى لري او د خير تمه ترې کوي.
د عليشېرخېلو قومي مشر ملاجان شينواري پژواک ته و ويل: ((پرون راته پلاوي د خپل راتګ خبر راکړى او نن يکشنبې به له موږ سره وګوري.))
ملا جان شينواري و ويل، هيله من دى، چې د اوږدو مودو دغه قومي شخړه به د راغلي پلاوي په منځگړيتوب هواره شي.
د يادونې وړ ده، چې د سې پاى او عليشېرخېلو تر منځ د ځمکې د ملکيت پر سر جگړو د دواړو غاړو سلو تنو ته مرگ ژوبله اړولې او دغه شخړه هغه مهال نوره هم زياته پېچلې شوه، چې د ايساف په هوايي بريد کې د سې پاى قوم شاوخوا نورو سلو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.










