پلخمري (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): په شمالي سالنګ کې د يوه ټونس موتر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او ٧نور ټپيان شول.
د بغلان د ترافيکو مدير سيد محبوب سادات نن (د مرغومي ١٥مه) پژواک اژانس ته و ويل، چې دا پېښه تېره شپه د شمالي سالنګ د دوشاخ په سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، چې دغه پېښه له کابل نه تلونکي د يوه ټونس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
سادات زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې تنه مړه او ٧ نور ټپي شوي دي، چې ټول يې د بغلان اوسېدونکي دي.
د دې پېښې يوه ټپي ذبيح الله پژواک ته و ويل: ((نوى له ايران څخه رد مرز شوى وم او خپل کور ته روان وم.))
هغه زياته کړه، چې دغه موټر د چلوونکي د ګړندي تګ له امله چپه شوى دى.
د بغلان د ولايتي روغتون رييس ګل محمد وردګ پژواک ته و ويل، چې د دې پېښې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د هغه په وينا، د ٧ ټپيانو درملنه دوام لري.
د يوه بل خبر له مخې، وسله والو کسانو تېره شپه په دوشي ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو يو ټانکر ته اور ورته کړى دى.
د دوشي ولسوال شمس الدين سرحدي پژواک ته و ويل، چې دغه ټانکر د دې ولسوالۍ د سنګ سوراخ په سيمه کې سوځول شوى دى.
د هغه په وينا، د دغه ټانکر چلوونکى د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى او له هغه څخه پوښتنې روانې دي.
تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.









