منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۸ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل – باميانو او د پنچشير د ولسواليو لارې له مرکز سره تړل شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

باميان ښار،بازاراک(پژواک ١٥مرغومى ٩٠): د باميان – کابل لويه لاره او د پنجشير ولايت د ټولو ولسواليو مواصلاتي لارې د سختې واورې د اورېدو له امله تړل شوې دي.

د باميانو ولايت د ترافيکو مدير سمونوال محمدزمان عيار پژواک خبري اژانس ته وويل،چې له تيرې شپې راهيسې د حاجي ګک په کوتل کې شاوخوا ٤٠سانتي واوره اورېدلې او لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

باميان د حاجي ګک کوتل او د ميدان وردګو ولايت په وسيله له کابل سره نښلول کېږي،چې لار يې په ټوليزه توګه شاوخوا  ١٥٠کيلومتره اوږدوالى لري.

دا ولايت د شيبر کوتل او د پروان ولايت دغوربند درې په وسېله هم له کابل سره نښلول کېږي،چې څه باندې ٢١٠کيلومتره اوږدوالى لري.

موټرچلوونکي د حاجي ګک کوتل نسبت شيبر ته ښه بولي ، خو اوس چې کوتل بند ده،هغوى د شيبر له لارې کابل ته راځي.

موټرچلوونکى حيات الله ، چې د باميانو له ښار څخه کابل ته په لاره و، وويل: ((کله چې د شپې له خوا د واورې اورښت پيل شو،موږ ته اطلاع ورسېده چې د حاجي ګک کوتل وتړل شو،اوس د شيبر له لارې کابل ته ځو.))

مسافرين وايي،نه يواځې چې د شيبر لاره اوږده ده،بلکې کرايه يې هم زياته ده.

سيدصفدر يوه مسافر چې غوښتل يې په تونس موټر کې کابل ته راشي،وويل، د ترافيکو مديريت د شيبر د لارې کرايه ٨٠٠ او د حاجي ګک د لارې يې ٧٠٠ افغانۍ ټاکلې ده.

هغه زياته کړه،چې دوى له يو خوا زياته کرايه ورکوي او له بله پلوه د حاجي ګک کوتل په نسبت دوه ساعته وروسته کابل ته رسېږي.

د حاجي ګک لاره د تيرکال د لړم د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د واورې د اورېدو له امله تړل شوې وه،چې په طبعي ډول د روان کال د وري د مياشتې په وروستيو کې د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوه، خلک وايي،چې دا کوتل به سږکال هم د تېرکال په څ ر تړلى وي.

خو د فوايدعامې وزارت وايي،چې دوى د کوتلونو د پاکولو لپاره له وړاندې تيارى لري.

 د فوايد عامې وزارت مالي او اداري مرستيال انجنير احمدشاه وحيد تيره مياشت پژواک ته ويلي و،٢٦٠نقطې چې په ټوليزه توګه څه باندې شپږ نيم زره کيلومتره د باميانو ولايت په ګډون په ٢٣ولايتونو کې احتوا کوي، د ژمي په موسم کې زيان منوونکې دي.

د هغه په وينا، دوى له خصوصي سکتور سره د هغو ځايونو د پاکولو په موخه چې زيان منوونکي دي،تړون ليکونه لاسليک کړي دي.

انجنير وحيد زياته کړه،د لږو زيان منوونکو سېمو لپاره هم د فوايد عامې وزارت د پرسونل له لوري له مخکې تيارى نيول شوى ،چې د روان کال د ژمي په موسم کې به هيڅ ډول ستونزه شتون ونلري.

د باميانو ولايت د ترافيکو مدير وويل،چې د باميانو له مرکز سره ددې ولايت د ولسواليو او د قوناق کوتل لاره ، چې د دايکنډي ولايت د باميانو – ميدان وردګ ولايت په وسيله له کابل سره نښلوي،خلاصې دي.

د قوناق کوتل تير کال د ژمي په موسم کې د سختې واورې د اورېدو له امله تړل شوى و او   سلګونه تنه د کوتل دواړو لورو ته بند پاتې و.

مسافرو څلور شپې او ورځې په هوټلونو او د خلکو په کورونو کې په ستونزو سره تيرې کړې او ددې ويره موجوده وه،چې يو شمير به يې د يخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي ، خو کوتل د قراردادي شرکت په وسيله پرانېستل شو.

 همدارنګه،د پنجشېر ولايت د ولسواليو ټولې مواصلاتي لارې او د کابل – مزار لويه لاره د سختې واورې اورېدو له امله تړل شوې دي.

د پنجشير د والي وياند حامد روشن پژواک ته وويل،چې د واورې اورېدل له تير ماښام  راهيسې پيل شوې او تراوسه دوام لري.

د هغه په وينا، دمګړۍ د ولايت له مرکز او کابل سره د ولسوالۍ په مواصلاتي لارو کې شاوخوا ٨٠سانتي متره واوره اورېدلې او ټولې دا لارې تړل شوې دي.

روشن زياته کړه،چې قراردادي شرکت د لارو دپاکولو په حال کې ده،خو د پاکولو د مودې کره وخت يې معلوم نه ده.

د رخې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ميا احمد وويل: ((ډيره واوره اورېدلې او له تيرې شپې راهيسې درې ځلې مو بامونه پاک کړي دي.))

د هغه په وينا، له مرکز سره د دوى مواصلاتي لاره تړل شوې ده.

د پنچشير د مرکز يوه اوسېدونکي عبدالقدوس وويل: ((هره ورځ دوه ملي بسونه د کابل پر لور حرکت کوي،چې نن د واورې له امله يادو موټرو حرکت ونشواى کړاى.))