ژبه

واشنګټن (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): د امريکا د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو کانديد هونټسمان له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د ايستلو غوښتنه وکړه.

د امريکا راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو ته، چې ټاکل شوې لس مياشتې وروسته وشي، د جمهوريت غوښتونکو کانديد جان هونټسمان دغه څرګندونې پرون د يوه انتخاباتي کمپاين پر مهال وکړې.

هغه زياته کړې، چې په تېره لس کلنه جګړه کې طالبان له واکمنۍ لرې کړاى شوي، کمزوري شوي او د القاعدې مشر اسامه بن لادن هم وژل شوى، نو اوس د دې وخت را رسېدلى، چې له افغانستان څخه امريکايي ځواکونه را وغوښتل شي.

جان هونټسمان په چين کې د امريکا پخوانى سفير و او اوس يې د جمهوريت غوښتونکو له خوا د امريکا راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو ته ځان کانديد کړى دى.

هغه به له اصلي ټولټاکنو مخکې لومړى د ګوند له رسمي غړو څخه د کانديداتورۍ لپاره رايې اخلي، څو د دې څوکۍ لپاره ځان په رسمي توګه کانديد کړي.

نوموړي په پرونۍ غونډه کې ويلي، چې په افغانستان کې ټولټاکڼې ترسره شوې، هلته مدني ټولنه فعاله شوې او افغان ملي ځواکونه هم پياوړي شوي، نو له دې وروسته دې ته اړتيا نه ليدل کېږي، چې امريکايي ځواکونه هلته پاتې شي.

د هغه په وينا، عراق او افغانستان د امريکا راتلونکى نه دي، اوس بايد دننه په امريکا کې د خلکو ستونزو ته ډېره پاملرنه وشي.