فیض اباد (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٠): د سختې يخنۍ او واورې اورېدنې له امله د بدخشان په درېيو ولسواليو کې سل څاروي له منځه تللي دي.
د بدخشان د ولايتي شورا رييس ذبیح الله عتیق نن (د مرغومي ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ځينو ولسواليو، لکه راغستان، یاوان او خواهان کې د واورې اورېدل زيات دي او د واورې کچه نږدې يو متر ته رسېږي.
عتيق زياته کړه، چې د واورې او سړې هوا له امله په دغو ولسواليو، په تېره بيا راغستان کې هره ورځ له پنځو تر لسو پورې څاروي مري.
د بدخشان په ولايتي شورا کې د راغستان ولسوالۍ استازي محمد اسماعيل پژواک ته وويل، چې راغستان، یاوان او خواهان د دغه ولايت له لرې پرتو ولسواليو څخه دي، چې تر اوسه د دوى د سروې له مخې نږدې سل څاروي په کې مړه شوي دي.
هغه وويل، چې د سږ کال سړې هوا او واورې د دې لامل شوې دي، چې د بزرګر د وښو ذخيره يخ و وهي او له همدې امله د دوى څاروي له منځه ځي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، که چېرې په دې اړه مسوولين پاملرنه ونه کړي، مالدار وګړي به له سختو ستونزو سره مخ شي.
د بدخشان د کرنې رييس انجنیر محمدعالم عالمي په لرې پرتو ولسواليو کې د بزګرو د دې ستونزې په تاييدولو سره پژواک ته وويل، چې دوى اړو بزګرو ته د يو څه اندازې وښو مرسته کړې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه واښه د بزګرو لپاره بسنه نه کوي اوهغوى اړ دي، چې له يخ وهلو وښو څخه هم ګټه واخلي.
د عالمي په وينا، دوى هڅه کوي، تر څو د مرسته کوونکو سازمانونو په همکارۍ دغه ستونزه حل کړي او له مالدارانو سره اړينه مرسته وکړي.
په همدغه حال کې د يادو ولسواليو بزګران هم له دې ستونزې شکايت لري او د چارواکو د بېړنيو مرستو غوښتونکي دي.
د راغستان ولسوالۍ يوه بزګر عبدالجبار پژواک ته وويل: ((د وښو اخيستو توان نه لرم او مجبور يم چې خپل څاروي په زړو وښو ماړه کړم.))
هغه وويل، چې له تېرې اونۍ را په دېخوا يې پنځه پسونه د وښو د نه شتون له امله له لاسه ورکړې او هېڅوک هم حاضر نه دي، چې د ده څاروي واخلي.
همدارنګه د بدخشان له پېښو سره د مبارزې رييس ثناء الله اميري پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت د دوولسو ولسواليو لارې د واورې اورېدو له امله بندې شوې دي.
نوموړي څرګنده کړه، چې دوى هڅه کوي تر څو د واورې تر درېدو وروسته د دغو ولسواليو لارې د بيا ځلې لپاره پاکې کړي.










