منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۳ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د خيبر پښتونخوا کرکټ لوبډله د دوستانه لوبو په موخه جلال اباد ته راغله

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د کرکټ لوبډله د پنځو دوستانه لوبو د ترسره کولو په موخه د مرغومي په ٢٧مه جلال اباد ته را ورسېده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يوه غړي نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاکستان ياده لوبډله د افغانستان د کرکټ بورډ په بلنه راغلې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه لوبډله به د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوبډلې سره پنځه دوستانه لوبې ترسره کړي.

د نوموړي په وينا، په دې لوبډله کې د خيبر پښتونخوا ايالت د بېلابېلو ښارونو د لوبډلو پياوړي لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې له دغو سياليو څخه يې موخه راتلونکې مياشت کې دپاکستان له ملي لوبډلې سره د يوې ورځنۍ نړيوالې لوبې لپاره تمرينات او چمتووالى دى.

ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې فبرورۍ مياشتې په لسمه نېټه د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ په متحده عربي اماراتو کې يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره شي.

دانش وايي، چې له پاکستانۍ لوبډلې سره يې د لوبو لپاره دکرکټ بورډ په نوم لوبډله جوړه کړې او په هره لوبه کې به بېلابېلو لوبغاړو ته د لوبې چانس ورکول کېږي، څو له پاکستان سره د کېدونکې لوبې لپاره دوى يوه قوي او پياوړې لوبډله جوړه کړي.

د هغه په وينا، دغه لومړى ځل دى،چې په لوړه کچه کومه بهرنۍ دکرکټ لوبډله افغانستان ته د لوبو لپاره راځي.