ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارغنچخواه امنيه قوماندان او يو پيلوټ ټپيان شول

author avatar
22 Jan 2012 - 18:21
author avatar
22 Jan 2012 - 18:21

فيض اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د بدخشان ولايت په ارغنچخواه ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوې چورلکې د بېړنۍ ناستې په ترڅ کې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان او يو پيلوټ ټپيان شول.

 دغې چورلکې، نن د سلواغې په دويمه تر غرمې وړاندې په ٩:٣٠ بجو، د بدخشان د ارغنچخواه ولسوالۍ د وروستۍ واورې ښويېدنې زيانمنو کسانو ته د مرستې رسونې په ترڅ کې بېړنۍ ناسته وکړه.

 د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ارغنچخواه امنيه قوماندان سمونوال عبدالبصير او د دې چورلکې پيلوټ ټپيان شوي دي.

 د هغه په وينا، د دې کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى؛ خو په سيمه کې د ناسمې هوا له کبله دمګړۍ هغوى ته د مرستې رسولو موکه برابره نه ده.

 راسخ زياته کړه چې دوى هڅه کوي، د شرايطو له برابرېدو سره سم، هغوى ته په بېړه لومړنۍ مرستې ورسوي.

 د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن سهار پژواک اژانس ته وويل، چې ياده شوې چورلکه (ام -١٧) ډوله ده.

 نوموړي د دې ناستې د لامل په اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو څرګنده يې کړه، چې په دې پېښه کې د  چورلکې  سپرليو ته زيان نه دى اوښتى؛ خو هليکوپټر زيانمنه شوې ده.

 همداراز د دويمې چورلکې پيلوټ عبدالرحيمزى، چې د بدخشان مرکز فيض اباد ته راستون شوى، پژواک ته يې وويل، دوو هليکوپټرو نن سهار د څلورو ټپيانو د لېږد په خاطر، چې پرون له واورو څخه راوېستل شوي وو، د ارغنچخواه ولسوالۍ شيوه سيمې پر لور الوتنه وکړه.

 نوموړي زياته کړه، چورلکه مخکې له دې چې په ياده شوې سيمه کې کښېني، د تخنيکي ستونزو له امله يې بېړنۍ ناسته وکړه.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بدخشان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس، د دې ولايت د تلويزيون امر او د فوکس دفتر مسوول په دې چورلکه کې سپاره وو.

 سرچينې همدارنګه زياته کړه، چې د شيوه سيمې د لېسې ١٥ فارغ شوي زده کوونکي تېره ورځ د ارغنچخواه او شيوه د لارې په اوږدو کې هغه مهال تر واورې لاندې شول، چې په شغنان ولسوالۍ کې يې د کانکور له ازموينې ورکولو وروسته، د خپلو کورونو پر لور روان وو، چې له هغوى څخه يو تن يې ومړ او پاتې نور يې له واورو ښويېدنو راووېستل شول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.