واشنګټن (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): امريکا يو ځل بيا ويلي، چې په مومندو ايجنسۍ کې يې پر پاکستانۍ پوستو بريدونه له ځانه د دفاع په خاطر کړي او په دې اړه يې د پاکستان څېړنيز راپور رد کړى دى.
د ١٣٩٠ لمريز کال د ليندۍ په پنځمه د ايساف امريکايي هوايي ځواک پر ګډه پوله د پاکستان د مومندو ايجنسۍ د سلالې سيمې پر دوو امنيتي پوستو بريد وکړ او ٢٤ پاکستاني سرتېري يې وژلي وو.
له دغه بريد وروسته د پاکستان او امريکې اړيکې خرابې شوې، پاکستان له خپلې خاورې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو لپاره اکمالات بند کړل او د بلوچستان له شمسي هوايي ډګر څخه يې هم امريکايي سرتېري و وېستل.
د امريکا دفاع وزارت تېره مياشت د دغه بريد په اړه خپلې کړې څېړنې اعلان کړې او يوه کاپي يې د پاکستان پوځ ته لېږلې وه.
په دغه راپور کې ويل ښکل شوي وو، چې له پاکستانيو پوستو د افغان او ا يساف پر ګډې ګزمې بريد شوى و او بل لامل يې په سيمه کې د دواړو ځواکونو تر منځ د همغږۍ کموالى ښودل شوى و.
خو د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر (اى. اېس. پي. ار) له خوا پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په رسمي توګه د امريکا دغه څېړنيز راپور رد شوى دى.
د پاکستان پوځ هم په همدغه وخت کې له خپلې خوا د يادې شوې پېښې په اړه د شوو څېړنو ٢٥ مخيز راپور خپور کړى دى.
په دغه راپور کې راغلي، چې امريکايي ځواکونو په خپلو پلټنو کې له حقايقو سترګې پټې کړې او د پاکستان پوځ ته يې د دښمن په نظر کتلي دي.
د پاکستان په راپور کې راغلي، چې د دغه بريد او عملياتو په اړه امريکايي ځواکونو په سيمه کې د دوى ځواکونو ته مخکنۍ اطلاع نه وه ورکړې.
سرچينې زياته کړې، چې د امريکا په راپور کې د هغو کسانو په اړه هم څه نه دي ويل شوي او نه ګرم ګرځول شوي، چې په ياد بريد او د پاکستاني سرتېرو په وژلو کې يې لاس درلود.
د پاکستان له خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، چې له بريده څو دقيقې وروسته د پاکستان پوځ ايساف ته خبر ورکړ، چې د دوى پوستې په نښه شوې، خو له دې وروسته هم په سيمه کې بمباري روانه وه.
په راپور کې راغلي، چې د دغو حقايقو په رڼا کې د يادې شوې پېښې مسووليت پر پاکستان اچول نه يواځې له انصاف څخه لرې ده، بلکې دوى ته د منلو وړ هم نه دى.
بلخوا امريکا هم د پاکستان له خوا شوې څېړنې او راپور رد کړى او يو ځل بيا يې ويلي، چې دوى ياد بريد له ځان څخه د دفاع په موخه کړى و.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي پرون وويل، چې دوى د خپل راپور سل په سلو کې ملاتړ کوي او د بهرنيو چارو وزارت ويانده وېکټوريه نولينډ هم دغه ډول څرګندونې کړې دي.
جان کربي ويلي: ((د پاکستان راپور زموږ پر باور هېڅ اغېزه نه کوي او موږ په خپلو خبرو کلک ولاړ يو.))
د نوموړي په وينا، پر مومندو ايجنسۍ بريد غير ارادي و او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو له سرتېرو څخه يو څه تېروتنه شوې وه.))