جلال اباد (پژواک ٦ سلواغه ٩٠) : ډاکټراشرف غني احمدزى وايي چې د ننګرهار امنيت د خرابۍ لور ته روان دى او د ناقانونه وسلوالو او زورواکو شتون د دې ولايت امنيت ته ستر ګواښ دى.
نوموړي چې نن د سلواغې په ٦مه، يې په جلال اباد ښار کې افغان ځواکونو ددغه ښار او څلورو وسلوالو د امنيت چارېدسپارلو پروګرام ته يې وينا کوله، زياته کړه، چې که اساسي اقدامات ونه شي، نو د ننګرهار امنيت به نور هم خراب شي .
ډاکټر احمدزي زياته کړه چې په ننګرهار کې د بانفوذه خلکو له لوري له خپل نفوذ څخه ناوړه ګټه پورته کول ، د خپلسرو وسلوالو شتون او سرحدي تهديدونه هغه ننګونې دي ، چې ددغه ولايت امنيت يې ترګوښ لاندې راوستلى دى .
نوموړي زياته کړه :(( هغه خلک چې له نظام نه يې ډېره ګټه پورته کړې د نظام جرړې غوڅوي.))
ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل چې که د داخلي تهديدونو پر وړاندې پوليس د ټينګې نه وي ، نو ولسمشر دې له ملي اردو څخه کار واخلي.
د هغه په وينا، نه يواځې دا چې د ننګرهار امنيت د لويې سرحدي سيمې له امله تر ګواښ لاندې دى ، د کونړ او نورستان ناامني هم پرې اغيز کوي.
نوموړي نيوکه وکړه چې په هيواد کې د پوليسو او اردو قربانيو ته په درنه نه کتل کېږي.
د کورنيو چارو امنيتي مرستيال ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن په دې اړه خبريالانو ته وويل چې له امنيتي ارګانونو سره بايد د پارلمان او ولايتي شورا غړي همکاري وکړي.
نوموړي زياته کړه :((موږ کږې خولې په سوک سمولى شو، سياسي مشران دې دا ستونزه هواره کړي. ))
د وسلوال پوځ لوى درستيز سترجنرال شيرمحمد کريمي خبري کنفرانس ته وويل چې هيواد دننه بې نظمي جوړونکي د ملي اردو دښمنان نه دي، ځکه يې پر ضد عمليات نه شي کولى.
نوموړي زياته کړه چې افغان ځواکونو ته د واک په ليږدونې به دغه ستونزه هم د هرات په څېر په ننګرهار کې هواره شي.
د ننګرهار ولايت سرپرست او مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم د سيمې د امنيت په وړاندې د ننګرهار زورواکي يو ستر ګواښ وبلل.
نوموړي زياته کړه : (( د زور واکو غير قانوني وسلې ګرځولو موږ هم په تشويش کې اچولي يو.))
سره له دې چې ګرديوال د چا نوم وانخيست او په دې اړه يې د مرکز د مرستې غوښتنه وکړ، خو د کورنيو چارو امنيتي مرستيال عبدالرحمن رحمن دغه ډله خلک د قانون جوړونکي د ولايتي شورا او پارلمان غړي وبلل.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې خپلسرو وسلوالو او زورواکو ننګرهاريان او په ځانګړې توګه جلال اباد ښاريان په انديښنو کې اچولي دي.
د ننګرهار سوداګرو څه موده مخکې ويلي و ، چې په ښار کې وسلوال ترې باج اخلي او ګواښ يې کړى و، چې که ستونزه هواره نشي ، نو دوى به کډې وکړي.
په ننګرهار کې د ګل مراد په نامه يوه ملي سوداګر ويلي و، چې د ولايتي شورا د رييس حاجى جمال قدير وسلوالو د ده پر فابريکې بريد کړى و، ماشينونه يې ويجاړ او د ده کارګران يې وهلي و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن