تالقان (پژواک ٨سلواغه ٩٠): د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د څلورو موتړو د ټکر له امله دوه تنه مړه او اته نور ټپيان شول.
د تخار د ترافيکو مدير سمونيار غلام فاروق نن (د سلواغې اتمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د تالقانو ښار د قولبر په سيمه کې پېښه شوې ده.
د ده په وينا، په دې پېښه کې لومړى يوه کاماز موټر له يوې لارۍ سره، چې د تخنيکي عوارضو له امله د سړک تر غاړې ولاړه وه، ټکر وکړ چې تر هغې وروسته، يوې کرولا او بل سراچه ډوله موټر له کاماز سره ټکر وکړ.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې د کرولا موټر دوه سپرلۍ مړې شوې او د کرولا او سراچې موټر اته نورې سپرلۍ ټپيانې شوې.
يوه عيني شاهد عبدالله پژواک ته وويل: ((د هوا د ککړتيا له امله کاماز موټر ونه شو کړاى خپله مخه وګوري او له لارۍ موټر سره يې ټکر وکړ او وروسته دوو نورو موټرو هم ټکر وکړ.))
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې ټپيان د ترافيک پوليسو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.
د تخار ولايت د روغتون اداري مسوول عبدالقيوم قانع، پژواک ته وويل چې اته تنه ټپيان دې روغتون ته لېږدول شوي او د دوو تنو وضعيت يې نازک وو.
هغه څرګنده کړه چې دغه دوه تنه، د لا زياتې درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه مياشتې وړاندې د تالقانو په ښار کې د ترافيکي پېښې په ترڅ کې يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شول.










