خوست ښار (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې په خوست کې د نويو زېږېدونکو ماشومانو د مړينې کچه لوړه شوې او يواځې په تېره مياشت کې ٤٠ ماشومان مړه شوي دي.
د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د دغو څلوېښتو ماشومانو ډېری هغه ماشومان دي، چې وزن يې له يو کيلوګرام څخه کم وو.
نوموړي د نويو زېږېدونکو ماشومانو د مړينې کچې د زياتوالي لاملونه د ميندو د غذايي رژيم کمښت، د حاملګۍ پر مهال د درنو کارونو ترسره کول، په خپلسر د دارو درملو خوړل او د دوو ماشومانو ترمنځ د فاصلې نه مراعتول په ګوته کړل.
ډاکټر حميدي دا هم وويل، چې دوی په دې برخه کې د عامه پوهاوي هڅې پيل کړي، ترڅو په اساسي ډول په دې ولايت کې د ماشومانو د مړينې مخنيوی وکړي.
هغه له خلکو څخه وغوښتل، چې د ډاکټرانو له مشورې پرته دې په خپلسر هېڅ وخت درمل نه خوري او هڅه دې وکړي، چې تر ټولو نږدې ډاکټر ته ورشي او د هغوی په مشورو عمل وکړي.
يو شمېر خوستوال په خوست کې د ماشومانو د مړينې کچې د ډېروالي يو لامل پر نورو سربېره د دغه ولايت په ملکي روغتون کې د مناسب ځای نه شتوالى او د مسلکي کسانو کمښت يادوي.
د خوست د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکی جمشېد، چې د خوست ملکي روغتون ته له ناروغ سره راغلی، وايي چې د نويو زېږېدونکو ماشومانو د مړينې د زياتيدو يو لامل دا هم کېداى شي، چې د خوست ملکي روغتون په هغه ډول چې لازمه ده، د نسايي او ولادي په برخه کې ښه خدمات نه شي وړاندې کولای.
ده پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه چې دی له خپل ناروغ سره په روغتون کې و، په يوه شپه د نرسانو په لاس په دې روغتون کې تر دېرشو زيات ولادتونه ترسره شول، چې دا يوه زياته شمېره ده.
خو د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر مجيد منګل، دغه خبره چې ګواکې په دغه روغتون کې ځای نه شته او يا د مسلکي کسانو کمښت دی، ردوي.
نوموړی وايي، چې دوی پوره چمتووالی لري او ټول ترسره کېدونکي ولادتونه د مسلکي کسانو په واسطه او په ډېر ښه ډول سره ترسره کېږي.
هغه زياتوي، چې په خوست کې د ماشومانو د مړينې کچه زياته شوې ده او خلکو ته عامه پوهاوى په لازم ډول نه ترسره کېږي.
د ده په وينا، د خوست ملکي روغتون ته نسايي او ولادي ناروغان هغه مهال راوړل کېږي، چې ناروغ د مرګ تر پولې رسېدلی وي.
په خوست کې د ټولنيزو چارو کارپوه او ژورنالېست محمد الياس وحدت وايي، چې په خوست کې د ماشومانو د مړينې کچې د زياتوالي ستر لامل سيمه ييز دودونه او کورني علاجونه دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د يو شمېر سيمو خلک دې ته زړه نه ښه کوي، چې مېرمنې يې په روغتون کې زېږون ترسره کړي.
د ده په خبره، د ځينو خلکو لپاره دا شرم ښکاري چې د کور کومه مېرمن يې د زېږون پرمهال روغتون ته لاړه شي او د پرديو ښځو پر وړاندې ماشوم وزېږوي.
وحدت زياته کړه: ((د سيمې علما او قومي مشران بايد د عامه پوهاوي له لارې د دا ډول دودونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.))









