منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د ډبرو سکرو د بخار له امله يو ماشوم او دوه ښځې مړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

پلخمري (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د بغلان په برکه ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د لوګي د خپرېدو له کبله يو ماشوم او دوه مېرمنې مړې شوې.

د برکې ولسوال سيدمحمود سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار (د سلواغې ١١مه) د دې ولسوالۍ په لغکي کلي کې په داسې حال کې رامنځته شوه، د کورنۍ غړي ويده وو.

نوموړي د دې پېښې لامل په دې ډول څرګند کړ: ((بخارۍ له ډبرو سکرو ډکه شوې وه، چې د ډېر لوګي له امله يې دوه مېرمنې او يو ماشوم بې هوښه او ورسته يې ساه ورکړې ده.))

د لغکي کلي يو مخور حاجي سلطان پژواک ته وويل: ((تر تېر کال پورې چا د ډبرو له سکرو څخه استفاده نه کوله، خو سږ کال د ډبرو سکاره کاروي او د استفادې په هکله يې هم نه پوهېږي.))

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يو ماشوم له خپلې مور سره او يوې بلې مېرمنې ساه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت د برکې ولسوالۍ په تنګي مورچ کلي کې د ګاز د يوه بالون په چاودنه کې د يوې کورنۍ ١١ غړي ژوبل او يو و وژل شو.

د يو بل خبر له مخې، د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې يوه مېرمن په رسۍ زندۍ شوې او بيا يې په مړي اېشدلې اوبه اچول شوې دي.

د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال کمين پژواک ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په نوراني کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، دا ٢٥کلنه ښځه لومړۍ په رسۍ زندې شوې او وروسته يې پر سر او مخ اېشدلې اوبه اچول شوې دي.

کمين په داسې حال کې، چې د دغې مېرمنې د خاوند د نيولو خبر يې ورکړ، په ډاګه کړه، چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون د جراحۍ څانګې ډاکټر خليل نرمګوى پژواک ته وويل، چې د دوى د لومړنيو معايناتو له مخې، د يادې مېرمنې پر غاړه کې د رسۍ د زندې کېدو نښې ښکارېدلې.

هغه په ډاګه کړه، چې د عدلي طب له معايناتو وروسته ، د يادې مېرمنې مړى يې د هغې کورنۍ ته سپارلى دى.

نرمګوى زياته کړه، چې د دې مېرمنې په مړي له دې امله اېشېدلې اوبه اچول شوې، څو د جرم نښې يې په مخ ونه ليدل شي.