کابل ښار (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): افغانستان او پاکستان په يوه ګډه اعلاميه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې سربېره د امنيت، پرمختيا،ترانزيټ، سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، بنسټيزو زېرمو، انرژۍ او د دوه اړخيزې ګټې اخيستنې لپاره له خلکو سره د خلکو د اړيکو په اړه پر ګډ کار ټينګار وکړ.
په دې اعلاميه کې،چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک ته را رسېدلې راغلي، چې دواړو خواوو تصديق کړه، چې تروريزم او بنسټ پالنه هغه ګډ ګواښونه دي، چې پر وړاندې يې ګډې هڅې او لنډې همکارۍ ته اړتيا لري.
سرچينه زياتوي، د پاکستان لوري يو ځل بيا څرګنده کړه، چې په بشپړه توګه له افغانستان سره په څنګ کې، چې غواړي خپله راتلونکې خوندي کړي، ولاړ دي.
په اعلاميه کې زياته شوې، چې دغو خواوو د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي معاملو له پياوړتيا، چې په کال کې ٢،٥ ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېږي، خپل رضايت وښود.
په دې اعلاميه کې څرګنده شوې، دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې د هېوادونو ترمنځ به تر ٢٠١٥ کال پورې پنځه مليارده ډالرو ته د سوداګريزې کچې د رسولو په موخه اسانوونکي اقدامات ترسره شي.
چې د دواړو هېوادونو د ديپلوماتانو لپاره د وېزو د اخيستو د ختمولو په اړه د لومړيتوبونو پر بنسټ د يوه هوکړه ليک پر نهايي کولو هوکړه شوې، څو کومک کوونکي سرچينې د پېښور-جلال اباد او کوېټې-کندهار د اورګاډي پټلۍ په غځولو سره د دغو هېوادونو تر منځ د توکو په وړو راوړو او د خلکو د تګ راتګ په برخه کې اسانتياوې ولټول شي.









