منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

امريکايي سرتېرو خپل يو افغان ساتونکى و واژه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

سرپل ښار (پژواک ١٥سلواغه٩٠): امريکايي ځواکونو تېره شپه د دوى يو افغان ساتونکى په سرپل ولايت کې و واژه.

د سرپل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګيرخان د سلواغې په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوى سرتېرى عبدالرحيم نومېده او پنځه ورځې وړاندې د امريکايي ځواکونو له خوا د ساتونکي په توګه پر دنده ګومارل شوى و.

هغه وويل: ((کله  چې د شپې له مخې امريکايي ځواکونه د خپل کار له دفتر بهر وځي، ګوري چې دغه افغان ساتونکي د خپل ټوپک ميل د هغوى پر لوري نيولى، امريکايي ځواکونو داسې فکر کړى، چې غواړي دوى په نښه کړي، نو دغو سرتېرو پر ياد افغان ساتونکي ډزې کړې او وژلى يې دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، عبدالرحيم د امريکايي ځواکونو له ځانګړو ځواکونو (سپيشل فورس) سره دنده ترسره کوله.

د سرپل والي سيدانور رحمتي هم د يادې پېښې پخلى کوي او وايي، چې پېښه د ساتونکي له دندې سره د نابلدۍ له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهو بجې د سرپل په مرکز کې  رامنځ ته شوه.

د دې پېښې په اړه ايساف ځواکونو او د وژل شوي سرتېري کورنۍ څه نه دي ويلي.