جلال اباد (پژواک ١٥ سلواغه ٩٠): امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې درې وسلوال وژل شوي او يو پوليس افسر ټپي شوى دى.
د خوګياڼو ولسوال حاجي محمدحسن د سلواغې په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په پيراخېلو سيمه کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې درې طالبان و وژل شول.
د هغه په وينا، د پېښې په اړه نور معلومات نه لري او سيمې ته يې نور پوليس لېږلي، څو د پېښې په اړه پلټنې وکړي.
خو د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د وسلوالو پر وژلو سربېره يو پوليس افسر هم ټپي شوى دى.
د ده په خبره، سيد فاروق د خوګياڼو د امنيه قوماندانۍ يو پوليس افسر، چې له خپل کور څخه د دندې پر لور روان و، د وسلوالو طالبانو له کمين سره مخ شو او په ترڅ کې يې نوموړى ټپي شو.
هغه زياته کړه، چې د پوليس افسر د ساتونکو په ځوابي بريد کې درې وسلوال و وژل شول.
عبدالزي د ټپي شوي پوليس افسر د دندې په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، چې د هغه روغتيايي حالت ښه دى.
خو وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.









