منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د سالنګ لويه لار له تېرې شپې راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلي ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل ښار (پژواک ١٥سلواغه ٩٠): د سالنګ لويه لاره له تېرې شپې راهيسې د واورې اورېدو او سخت توپان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې او د هغې پاکول په چټکۍ سره دوام لري.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس جنرال رجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مسافرينو د ژوند د ژغورنې په موخه يې دغه لويه لار له تېرې شپې راپه ديخواه بنده کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د سالنګونو د پاکونې کار، د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رياست د واورې پاکونې د ٥٠ عرادې وسايطو په وسيله د٤٠٠ تنه پرسونل له خوا دوام لري.

د جنرال رجب په وينا، د تېرې شپې په اوږدو کې د پل خاکي له سيمې د سالنګ د ولنګ تر سيمې پورې اته برفکوچونه راغلي او د نوور برفکوچونو اټکل هم شوى دى.

د جنرال رجب د معلوماتو له مخې، همدا اوس په سوېلي سالنګ کې ٩٠ سانتۍ واوره او په شمالي سالنګ کې ٦٠ سانتۍ واوره اورېدلې ده.

د سالنګ لويه لار، چې ۲۶۷۶ متره اوږدوالى لري، د هېواد پلازمېنه له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي.

د جبل السراج ولسوالۍ د ترافيکو مدير هم له پژواک سره په خبرو اترو کې د دې لارې تړل کېدل ومنل او ويې ويل، دمګړۍ په جبل السراج کې تر سلو زيات بار وړونکي موټر درول شوي، له پاک کارۍ او بشپړ ډاډ وروسته به دغو موټرو ته اجازه ورکړل شي.

د فوايد عامې وزارت مالي او اداري مرستيال انجنيراحمدشاه وحيد پژواک ته وويل، چې له تېرې شپې راپه دېخوا په سالنګونو کې سخته واوره اورېدنه او توپان جريان لري، څو برفکوچه هم رامنځ ته او بېرته پاک شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د سالنګ د لويې لارې په دواړو اړخونو کې ولاړ دي او پاک کاري دوام لري.

ټاکل شوې، چې نن (د سلواغې ١٥مه) د سالنګ لويه لار بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شي.

هغه زياته کړه، چې تېره ورځ د سالنګ په سوېل کې سخته واوره اورېده، خو له تېرې شپې راپه دېخوا په شمالي سالنګ کې هم د واورې اورېدل او سخت توپان دوام لري.

د ژمي په اوږدو کې تل په سالنګونو کې د توپان او واورو ښوېيدنې له امله ستونزې پيدا کېږي، چې کله ناکله د مرګ ژوبلې لامل هم ګرځي.

په سوېلي سالنګ کې د ١٣٨٨ کال د سلواغې په ١٩مه نېټه د واورې ښوېيدنې او توپانونو له امله نږدې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ژوبل شوي وو.