ايبک (پژواک ١٥سلواغه ٩٠): له څو ورځو راهيسې پرله پسې اورښتونو د سمنګان د درېيو ولسواليو لارې د دغه ولايت له مرکز ايبک او د ايبک لاره يې له کابل سره تړلې ده.
د سمنګان د فوايدعامې رييس همايون ضيايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرله پسې سختو اورښتونو د کابل ايبک لار د مسافرو پر مخ تړلې ده.
د هغه په وينا، د فوايد عامې وزارت د موظف پرسونل له لوري د لارې په اوږدو کې په څو ځايونو کې سړک پاکولو کار روان دى.
دى وايي، دوى هڅه کوي، چې ډېر ژر د ايبک لاره له کابل او د ولسواليو لارې له ايبک سره له واورو څخه پاکې او خلک پرې تګ راتګ پيل کړي.
د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسيني پژواک اژانس ته وويل، چې د دره صوف بالا او دره صوف پايين ولسواليو لارې د تره بلاق کوتل، غلام علي جان کوتل او قلعه کوتل په سيمو کې له مرکز سره تړلې شوې ده.
د ده په خبره، د لارې پاکولو کار د قرداديانو له خوا په چټکى سره روان دى، خو فکر نه کوي، چې ژر دې خلاصې شي.
د هغه په وينا، واورې ډېرې زياتې دي، که يې د پنځلسو ورځو په موده کې د تره بلاق کوتل هم پاک ډېره ده.
د خرم سارباغ ولسوال ملا حفيظ پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ د ٣٠ کليو لارې او د روى داد اب ولسوالۍ ټولې لارې له مرکز ايبک سره تړل شوې دي.
ده هم تاييد کړه، چې د ولسواليو د لارو پاکولو کار د فوايدعامې رياست له لوري په چټکى سره روان دى، خو اورښتونه ډېر دي.










