منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

يو سيمه ييز طالب قوماندان او يو ځانمرګى ووژل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کندوز ښار (پژواک ١٥ سلواغه ٩٠): امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه يې د کندوز په خان اباد او د اروزګان په دهراوود ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو يو قوماندان او يو ځانمرګى وژلي دي.

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال صوفي حبيب د سلواغې په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه دوى ته راپور ورکړ شو، چې يوه ډله وسلوال طالبان د دې ولسوالۍ مرکز ته ورغلي دي.

د هغه په وينا، دوى سيمې ته پوليس ولېږل او له وسلوالو طالبانو سره يې نښته پيل کړه، چې په ترڅ کې يې د طالبانو سيمه ييز قوماندان و وژل شو او يو وسلوال ټپي شوى دى.

نوموړي وويل، چې وژل شوى قوماندان مولوي بشير نومېده او له تېر يو کال راهيسې د وسلوالو طالبانو له خوا د خان اباد ولسوالۍ لپاره نظامي قوماندان ټاکل شوى و.

ده زياته کړه، د وژل شوي قوماندان مړى دغه مهال د کندوز په دوه سوه بستريز روغتون کې دى او وروسته به يې کورنۍ ور وسپاري.

امنيه قوماندان وايي، چې په دې نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

د هغه په خبره، نور وسلوال طالبان له سيمې تښتېدلي او د نښتې په پايله کې د هغوى يو ميل کلاشينکوف، چاودېدونکي توکي او يو شمېر مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د يو بل خبر له مخې، د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې پوليسو يو ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې پېژندلى او وژلى دى.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګي غوښتل د پوليسو پر پوسته بريد وکړي، خو مخکې له دې چې خپلې موخې ته ورسېږي د پوليسو له خوا په ډزو ووژل شو.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې ملکي وګړو او پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى.