منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د غزني اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د واورو له امله لسګونه موټر بند دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

غزني ښار (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د غزني د اندړو ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لاره د زياتې واورې له امله موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ شوي او په لسګونو موټر بند پاتې دي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اړوند د يرګتو په سيمه کې په لسګونو موټر دغه مهال (د ماسپښين يوه بجه) د ډېرې واورې له امله بند پاتې دي او له دولت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

موټر چلوونکي له تېرې يوې اونۍ راهيسې شکايت کوي، چې شرکتونو د لارو پاکولو پيسې اخيستې، خو تر اوسه يې د دې لويې لارې هېڅ واوره نه ده پاکه کړې.

د يرګتو په سيمه کې يوه لارۍ چلوونکي فدامحمد پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې موټر بند پاتې دى.

د هغه په وينا: ((واوره بيخي زياته ده، سړک ټول يخک او کنګل شوى دى، د موټرو تېرېدل سخت شوي دي او لاره هم يو طرفه ده، که دوه موټر سره مخامخ شې، نه شي تېرېداى.))

ده زياته کړه، چې د پاکستان له چمن څخه يې مالونه را بار کړي او پر ټوله لاره دومره نه دى ستړى شوى، لکه په دې سيمه کې.

دى وايي: ((فوايد عامه، ښاروالۍ او پوليس له موټر چلوونکو څخه پيسې د څه لپاره اخلي، دا  لاره لس ورځې کېږي، چې بنده ده، خو هېڅوک يې د خلاصولو فکر نه کوي.))

په غزني کې د لارو پاکولو لپاره شاوخوا لس ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې په ټول ژمي کې به د هر ځل واورې تر اورښت وروسته نږدې زر کيلومتره لاره پرې پاکېږي.

د اندړو ولسوالۍ د يرګتو په سيمه کې د ملي اردو د امنيتي پوستې يو سرتېرى اسدالله هم د دې لارې ستونزې په ګوته کوي او د موټر چلوونکو او مسافرو ستونزې پر ځاى بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې تر دغه مهاله يې هېڅوک دلته نه دي ليدلي، چې لاره يې پاکه کړې وي او له خلکو سره ډېر ځله د ملي اردو سرتېري مرسته کوي.

دى وايي: ((دلته کله کله په سلګونو موټر هم بند پاتې شي، سپېره دښته ده، نه هوټل شته نه دوکان او خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.))

نن د اندړو ولسوالۍ د يرګتو سيمې ته د خبريالانو يوه ډله ورغلې وه او دغه ستونزې يې له نږدې وليدې.

په دې ډله کې د غزني د والي وياند مدثر افغان هم و، ده وويل، چې د لارو ستونزې به د ولايت مقام ته ورسوي او د ادارې په اونيزه جلسه کې به پرې غور وکړي.

د ده په خبره، دوى ته هر وخت راپور ورکول کېږي، چې لارې پاکې دي او پرانيستل شوې دي، خو اوس د ده په باور ټول راپورونه ورته دروغ ښکاره شول.

د غزني د فوايد عامې رييس انجنير محمد قربان پژواک اژانس ته دا خبره رد کړه، چې کومه لاره دې بنده وي.

د هغه په وينا، دى له خپلو قرارداديانو سره هر وخت په اړيکه کې دى او هغوى د لارې د پرانيستو خبر ورکوي.

د اندړو د يرګتو سيمه د غزني له مرکز څخه شاوخوا ٢٠ کيلومتره لرې پرته ده.

د کابل–کندهار د لويې لارې حالت ته په کتو ښايي، د لرې پرتو سيمو او ولسواليو لارې به بيخي له پامه لوېدلې وي.