منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د واورې ښويېدنې او سړې هوا له امله ٧١ تنو ساه ورکړې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): په روان ژمي کې د واورې ښويېدنې او سړي هوا له امله په کابل او  ولايتونو کې ٧١ تنو سا ورکړې او ٤٣ نور ټپيان شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي د عمومي رياست په راپور کې، چې يوه کاپي يې نن پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې ده، راغلي چې په بدخشان ولايت کې د واورې ښويېدو له امله ٣٥ تنه وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي. د باميانو په پنجاب ولسوالۍ کې دوو تنو او په غور کې اووه نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همدارنګه په دې راپور کې راغلي، چې په ډايکندي ولايت کې د واورې ښويېدنې له امله د درېيو ماشومانو په ګډون پنځه تنه له منځه تللي او درې نور ټپيان شوي دي؛ د لارې د بندېدو له امله درېيو ناروغو ماشومانو په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

همدارنګه په دې راپور کې راغلي، چې د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د سختې يخنۍ له امله يو شپون له منځه تللى او د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله يو تن مړ شوى او ١٣٠ څاروي له منځه تللي دي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، چې د دې پېښو له مصيبت ځپلو سره يوه اندازه مرسته شوې ده.

د پېښو په اړه د يادې شوې ادارې بشپړ راپور په دې ځاى کې ولولئ.

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر غلام سخى کارګر وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راپدېخوا ١٥تنه چې د دوى اکثريت ماشومان دي، د کابل د قمبر څلور لارې او حضوري چمن د بې ځايه شويو په کمپونو کې له منځه تللي دي.

 خو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي د ملي ادارې رييس محمد دايم کاکړ وايي، چې دې اداره په کابل کې د بې ځايه شويو کورنيو په کمپونو کې د ٢٢ تنو د مړينې ناتاييد شوى راپور ترلاسه کړى دى.

نوموړي وويل چې په دې اړه د يادې شوې ادارې څېړنې روانې دي.