منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په ځينو ولايتونو کې واورو يو شمېر لارې بندې کړې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

مزارشريف-ګردېز-تالقان (پژواك ١٧ سلواغه ٩٠): د تېرو څو ورځو پرله پسې واورې اورېدنې له امله د بلخ، تخار او پکتيا ولايتونو د ولسواليو لارې له مرکز سره تړل شوې دي.

په بلخ كې د وروستۍ واورې د ورښت له امله د دغه ولايت د چاركند ولسوالۍ د كليو لارې د ولسوالۍ له مركز او د ولسوالۍ عمومي لاره د ولايت له مركز مزارشريف ښار سره تړل شوې ده.

د چاركند ولسوال عبدالواحد محيني د سلواغې په ١٧مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې پنجشنبې راهيسې د يادې ولسوالۍ لاره د وروسيتو واورو او سېلابونو له امله تړل شوې ده.

نوموړي زياته كړه، چې د چاركند ولسوالۍ او د مزارشريف ښار ترمنځ په سفيد كوتل سيمه كې راغلو سېلابونو او واورو د لويې لارې ډېرې برخې زيانمنې كړې، چې د موټرو تګ راتګ پرې ناشونى دى.

د هغه په وينا، شوې واورې خلكو ته مالي او ځاني زيان نه دى اړولى، خو د سون توکو له كمښت او يو لړ روغتيايي ستونزو سره مخ شوي دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، سربېره پر دې، چې د ولسوالۍ لاره يې له مزارشريف سره تړل شوې، د ولسوالۍ ترمنځ د ځينو كليو لارې هم د ډېرې واورې او اوبو له امله بندې شوې دي.

د ايلاق سيمې اوسېدونكي سيداعظم پژواك ته وويل، چې د ژمي له پيله تر دې دمه په ياده سيمه كې د كليو لارې بندې دي او لا يې هم دولت د خلاصېدو هڅه نه ده كړې.

نوموړي زياته كړه، چې د ورځني ژوند د اړتيا وړ ډېرى توكي يې په خلاصېدو دي، چې ورځ تر بلې يې ستونزې زياتېږي.

د هغه په وينا، د سيمې خلك له روغتيايي ستونزو سربېره د سون توکو د كمښت له ستونزو سره هم په جدي توګه مخ دي.

خو د چاركند ولسوال وويل، چې له ننه يې د يادې ولسوالۍ د لارې د خلاصون په موخه په سلګونو خلك ګومارلي دي.

نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې د واورې په ورښت كې كمښت راشي، نو تر سبا به د مزارشريف او چاركند ولسوالۍ لاره خلاصه شي.

د بلخ ولايت د بېړنيو حالاتو رييس حاجي رحمت الله پژواك اژانس ته وويل، چې پرته له چاركند ولسوالۍ د دغه ولايت د پاتې ۱۳ ولسواليو لارې كومه ځانګړې ستونزه نه لري.

نوموړي زياته كړه، چې دوى د چاركند د لارې د خلاصېدو هڅې هم پيل كړې دي.

دغه راز په پکتيا کې هم د واورو د ډېر اورښت له امله د کليو او ولسواليو ترمنځ ټولې لارې تړلې دي.

د دغه ولايت د احمدابا ولسوالۍ د مچلغو اوسېدونکی خان محمد پژواک ته د ټيلېفون پر ليکه وويل، چې له دريو ورځو راهيسې د مچلغو لار تړلې او خلک نه شي کولای، چې له کورنو څخه عاجل ناروغان راوباسي او تر روغتون پورې يې ور وړي.

نوموړي زياته کړه، چې خلک له خپلو کليو لويو لارو ته نه شي وتلی او د هر ډول موټرو د وتلو لارې بندې دي، خلک هڅه کوي چې په رشپېلونو ځان ته لارې پاکې کړي او په پښو ځان راوباسي.

په مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي عبدالحنان حقويون پژواک اژانس ته وويل، چې له څو ورځو راهيسې د پکتيا مرکز ګردېز کې په خپل دفتر کې د خلکو د همدې ستونزې د هوارولو په موخه پاتې دی.

نوموړي زياته کړه، چې د سېدکرم، احمدابا، زرمت،جانخېلو، ښواک، ګرده څېړۍ او په ځينو نورو ولسواليو کې هم د کليو او ولسواليو د مرکزونو ترمنځ لارې تړلې پاتې دي.

دی وايي، چې په پکتيا کې ولايتي ادارې تر اوسه پورې د کليو د لارې د خلاصون هڅه نه ده کړې او نه د همدې خلکو له پاره بېړنۍ مرستې لري.

د زرمت ولسوالۍ د سهاکو اوسېدونکي جمال پژواک ته وويل، درې ورځې کېږي، چې په کلي کې څخه ناروغان ډېر په ستونزو سره تر روغتون نه رسوي.

دی زياتوي، چې تر اوسه پورې دولت د دوئ د لارو د پاکولو لپاره هېڅ ډول ګام نه دی اخيستی، هغه زياته کړه: ((په کلي کې تراکتورونه هم نه شي کولای، چې دا واورې پاکې کړي، واوره له خپل حد څخه زياته ده، حکومت هم څه نه دي کړي.))

په پکتيا کې د فوايد عامې رييس عبدالله دراني پژواک ته وويل، چې د مرکز او ولسواليو ترمنځ ټولې غځېدلې لارې، د خوست ګردېز او کابل لار يې د خلکو د تګ او راتګ پر مخ خلاصې ساتلې دي.

ده د خلکو د لارو د بندېدو خبره رد نه کړه، خو ويې ويل، چې په ټولو لويو لارو کې دا څو ورځې د دوى قرارداديان کارکوي او ځای پر ځای لارې خلاصې ساتي دي.

د احمدابا ولسوال احسان الحق اکبرزي پژواک ته د ټيلېفون پر ليکه وويل، هغه لارې چې دوى يې په قرارداد کې د کليو او پراختيا په همکارۍ او د انکشافي شورا په مرسته پاکېږي، د خلاصېدو چارې يې پيل شوې دي.

دی وايي، تېره ورځ يې د تېزو بادونو له امله ونه شو کړاى، چې د مچلغو او ځينې نورې لارې خلاصې کړل شي، خو نن په دغو لارو کار پيل شوی دی.

دغه راز د تخار د رستاق ولسوالۍ لويه لاره هم له مرکز تالقانو ښار سره تړل شوې ده.

د رستاق ولسوال معلم محمدحسين پژواک ته وويل، چې پر دې سيمه کې دوه ورځې پرله پسې ٥٠ سانتي واوره و ورېدله، چې له امله يې لار بندې شوې دي.