نيلي( پژواک ١٨ سلواغه ٩٠): د دايکنډي ولايت د ميرامور په ولسوالۍ کې د واورې د ښوېيدو امله، درې تنه مړه، دوه تنه ټپيان او درې نور لادرکه دي.
د ميرامور ولسوال طلاحسين فرزام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې واوره ښوېيدنه نن (د سلواغې ١٨ مه) غرمه مهال د يادې ولسوالۍ د کته سيب په کلي کې رامنځته شوه.
د نوموړي په وينا، په دغه پېښه کې د سورليو پنځه موټر تر وارې لاندې شول، چې له امله يې درې تنه مړه شول، دوه تنه ټپيان او درې تنه نور لادرکه شول.
د دايکنډي د والي مرستيال حبيب الله رادمنش پژواک ته ويول، چې امنيتي ځواکونو د خلکو په مرسته د ماشومانو او ښځو په ګډون ٤٠ تنه له واورې څخه را وېستلي دي.
نوموړي وويل، چې مړه شوي کسان نارينه وو او د ټپيانو حالت هم نازک دى.
د دايکنډي ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس رضا صادقي پژواک ته وويل، چې دغه ولايت د درېيو ولسواليو لارې د واورې له امله له يوې اونۍ راهيسې د ولايت له مرکز سره ټړلې دي.
د نوموړي په وينا، د دايکنډي ولايت د ټولو ولسواليو له ډلې څخه، د شهرستان، خدير، اشترلي، ميرامور، نيلي او د کوتل قوناق لارې په تېرو څلورو ورځو کې د قراردادي شرکت لخوا پرانېستل شوې دي.
سرچينې زياته کړه، چې د سنګ تخت بندر، کيتي او کجران د ولسواليو لارې تراوسه له مرکز سره تړلې دي او د پاکولو کار يې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم د دايکنډي ولايت د خدير په ولسوالۍ کې د واورې د ښوېيدنې له امله، دوه ماشومان مړه او درې نور ټپيان شوي وو.










