کابل ( پژواک ١٨ سلواغه ٩٠) : تېره شپه د سانتي ګرېد د منفي ١٥ درجې سړې هوا په لرلو سره په کابل کې په تېرو شاوخوا ١٥ کلونو کې تر ټولو سړه شپه وه او ساړه ژمي خلک په تېره بيا بې ځايه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي .
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې مشر عبدالقدير قدير نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د تودخې لوړه درجه دوه وه ،خو تېره شپه منفي ١٥ درجو ته ورسېده .
دى وايي، کېداى شي په راتلونکې اونۍ کې هم هوا همداسې سړه وي ، خو تر دې زيات د هوا د سړېدو اټکل نه دى شوى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا ١٥ کلونو کې په کابل کې هوا دومره ډېره نه وه سړه شوې، خو شاوخوا ٣٠ کاله مخکې په کابل کې د تودوخې درجه منفي ٢٦ ته هم رسېدلې وه .
سږني سخت ساړه ژمي خلک په تېره بيا د کابل په ښار کې مېشتې بې ځايه شوې زرګونه کورنۍ، چې په خېمو او څپريو کې ژوند کوي ، له ستونزو سره مخ کړي دي .
د کابل ښار د بګراميو ، شاه شهيد ، حضوري چمن،دويم پروان ، قمبر څلور لارې او ځينو نورو سيمو کې په زرګونه بېځايه شوې کورنۍ په خېمو او څپريو کې ژوند کوي .
د جګړو له امله دغه بې ځايه شوې کورنۍ په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له هلمند، کندهار، اروزګان ، زابل او ځينو نورو ولايتونو کابل ته راغلې دي او يو شمېر يې له ايران او پاکستان څخه راستنه شوي کډوال دي.
د کابل ښار د دويم پروان په سيمه کې د بې ځايه شويو کورنيو په پنډغالي کې اته کلنې نجيلا ، چې په يواځې کميس او پرتوګ کې د خپلې خېمې په مخ کې ولاړه وه ، پژواک خبري اژانس ته وويل:(( لرګي نه لرو، خېمه مو يخه ده ډېر ساړه مو کيږي.))
دې چې له ډيرې يخنۍ يې خپل لاسونه غوږونو ته نيولي و او لړزېده ، زياته کړه چې سړې هوا يې درې خويندې ناروغه کړي او پلار يې د هغوى د درملنې لپاره هم پيسې نه لري.
ددې پنډغالي يو بل اوسېدونکي ٣٥ کلن فدامحمد ، چې د لسو ماشومانو پلار دى او د پلاسيتکي ترپال نه په جوړه شوې خېمه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، هم له سړې هوا او د سون توکيو له کموالي سرټکوي.
ده چې په خېمه کې يې يوه پلاستيکي شطرنجۍ هواره وه ، وويل : (( پرون مې د خاله له زوى څخه ٢٠٠ افغانۍ قرض کړې ، کوچنۍ لور مې چې سړو وهلې وه، ډاکټر ته يوړله ، خو نن درې نور را ته مريضان دى.))
نږدې زر بې ځايه شوې کورنۍ د کابل ښار په قمبر څلور لارې کې په خېمو او څپريو کې اوسيږي.
٣٠ کلن جمعه خان چې له خپلې کورنۍ سره له درېيو کلونو راهېسې هلته اوسيږي ،وايي چې سږنى ژمى په دې پنډغالي کې د سړې هوا له امله ١٤ ماشومان او يوې سپين سرې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دى وايي، چې د پنډغالي ډېرې کورنۍ د سوند توکي نه لري او وروستۍ واورې د ځينو کورنيو خيمې هم نړولې دي .
ياد شوي کسان وايي، چې ځينو سوداګرو ورسره د سون او خوراکي توکيو مرستې کړې دي ، خو بسنه نه کوي او دولت او خيريه موسسې بايد له دې کورنيو سره اړينې مرستې وکړي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، سږنى ژمى د سړې هوا او واورو ښوېيدنو له امله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ٧١ تنو ژوند له لاسه ورکړى او ٤٣ تنه ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې له يادو کسانو څخه شاوخوا پنځلس يې هغه کسان دي ، چې په کابل کې يې د بې ځايه شويو کډوالو په پنډغالو کې ژوند له لاسه ورکړى دى .
خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې دکابل په يادو پنډغالو کې د سړې هوا له امله هيڅوک هم نه دي مړه شوي.
سږني ساړه ژمي په کابل ښار کې ترانسپورټي ستونزې هم رامنځته کړې دي .
د اطلاعاتو او کولتور وزارت کارکوونکى محمداسماعيل چې د چهلستون د باغ شاته سيمه کې اوسيږي، وايي تېره ورځ له غرمې وروسته په څلورو بجو يې له ياد وزارت څخه حرکت وکړ، خو پر سړک د واورو د کنګل له امله د شپې په څه کم نهو بجو کور ته ورسېد.
د هغه په وينا، دا په داسې کال کې ده، چې که ياد شوى سړک پوخ شي او واوره پرې نه وي ، نو د موټر له لارې په شاوخوا ١٥ دقيقو کې دغه واټن وهل کيږي.
دده د څرګندونو له مخې ، له دې امله چې له ښار څخه د جنګلک تر سيمې يو طرف سړک پوخ شوى او بل طرف خامه دى او واورې يې نه دي پاکې شوي ، تېره ورځ په سلګونو موټر له پل ارتل څخه تر چهلستون پورې پر غځېدلي سړک ولاړ و.
هغه وايي، چې تېره ورځ ډېرو کسانو د ښځو او ماشومانو په ګډون دغه لارې پلې وهله ، ځکه چې موټر په واورو په کنګلونو کې بند و او لاره د موټرو پر مخ ډېر وخت تړل شوې وه.
د کابل ښار ځينې سړکونه ښاروالۍ له واورو پاک کړي، خو په ځينو نورو سيمو کې هم خلک له دې ته ورته ستونزو سره مخ دي .
يو شمير خلک وايي، د ښار په ځينو سيمو کې ښاري موټر کم شوي ، ځکه چې پر سړکونو د کنګلونو له امله ډېر کسان د موټر ګرځولوته زړه نه ښه کوي.










