کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): د هېواد د ووشو ښځينه ملي لوبډله د ايران د دهه فجر د نړيوالو سياليو په لومړنۍ دوره کې د اتو مډالونو په ترلاسه کولو سره اتلولي خپله کړه او نن هېواد ته راستنه شوه.
دغه سيالۍ د لسو هېوادونو په ګډون د روان کال د سلواغې په ١٥مه، د دوو ورځو لپاره د ايران په پلازمېنه تهران کې ترسره شوې.
د ووشو د فدراسيون مشر سيد رحمن يورش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو سياليو کې د افغانستان لوبغاړو درې د سرو زرو، يو د سپينو زرو او څلور د برونز مډالونو ترسره کړل، چې په دې سره د افغانستان لوبډلې لومړى، ايران دويم او عراق درېيم مقام ترلاسه کړ.
نوموړى وايي، چې زهرا اوريا، ثريا سلحشور او زهرا خرم د سرو زرونو مډالونه، ماريا دانش يار د سپينو زرو او نسيمې پوپل د برونزو مډال ترلاسه کړ.
د يورش د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې له افغانستان څخه پنځو لوبغاړو، يوه روزونکي او يوه د لوبډلې مسوول او همدارنګه په ايران کې مېشتو څلورو افغان کډوالو لوبغاړو ګډون کړى وو.
مډال ګټونکو لوبغاړو ته، نن مازيګر د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د اولمپيک د ملي کمېټې د چارواکو، لوبغاړو او مينه والو له خوا هرکلى وويل شو.
ووشو يا چيني کانګفو د ازادې مبارزې (د لاس او پښو په واسطه) د هنر په معنا د تالو (د فورم د اجرا) او سانشو (مبارزه) په برخو کې ده، چې په ١٣٧٨ کال کې په اولمپيا کې شامله شوه.
افغانستان په ١٣٨٢ کال د ووشو د نړيوال فدراسيون غړيتوب ترلاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې اولمپيک ملي کمېټه وايي چې د لوبو په برخه کې د ښځو رول ورځ تر بلې زياتېږي او اوس مهال د هېواد په کچه درې زره ښځينه لوبغاړې فعاليت کوي.
د اولمپيک د ملي کمېټې د ښځو د لوبو د کمېټې مسووله ملالۍ دقيق وايي، چې له يادې شمېرې څخه نږدې ٢٣٠٠ تن يې په مرکز کې او پاتې نور د هرات، کندهار، غزني، باميان، سمنګان او بلخ په ګډون په ولايتونو کې په بېلابېلو ورزشي لوبو بوختې دي.
د نوموړې په وينا، دغه ښځينه لوبغاړې د تکواندو، کاراتې، بوکس، باسکټبال، واليبال او فوټبال په ګډون په ٢٤ ورزشي برخو کې فعاليت لري.









