منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

پر شمالي وزيرستان په بل بې پيلوټه هوايي بريد کې درې تنه و وژل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

اسلام اباد (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): پر شمالي وزيرستان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د امريکا په دويم بې پيلوټه هوايي بريد کې درې تنه و وژل شول.

د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د تسليم خان په نوم يوه دولتي چارواکي د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد ميرانشاه ته څېرمه د ادم خور په سيمه کې شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې بريد سهار وخته څلور بجې پر يوه کور شوى، چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي، خو نوموړي دا ونه ويل، چې وژل شوي وسلوال دي که ځايي اوسېدونکي.

خو د ملک ممتاز په نوم يوه ځايي خبريال پژواک ته وويل، چې کېداى شي وژل شوي د سيمې اوسېدونکي وي.

د هغه په وينا، وژل شوي کسان په بشپړه توګه سوځېدلي او له پېژندګلوى وتلي دي.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دغه دويم هوايي بريد دى، چې پر شمالي وزيرستان ترسره کېږي.

د تېرې ورځې په بې پيلوټه هوايي بريد کې، چې د شمالي وزيرستان په سپيګلۍ سيمه کې شوى و، د حقاني ډلې ١٠ وسلوال و وژل شول.

د يادونې ده، چې د روان لمريز کال د ليندۍ په پنځمه په مومندو ايجنسۍ کې د ايساف له خوا پر پاکستانيو پوستو له بريدونو وروسته، چې په ترڅ کې يې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول، د بې پيلوټه هوايي بريدونو لړۍ تر يوې مياشتې پورې بنده شوې وه.

له تېرې يوې مياشتې يو ځل بيا پر وزيرستان بې پيلوټه هوايي بريدونه پيل شوي او په دې موده کې تر اوسه شپږ بريدونه ترسره شوي دي.

د امريکايي سرچينو د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠٤ زېږديز کال راهيسې پر قبايلي سيمو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا ٢٨٦ هوايي بريدونه شوي، چې له امله يې زرګونه کسان وژل شوي دي.

په وژل شوو کې د ځايي اوسېدونکو او وسلوالو ترڅنګ د القاعدې او حقاني ډلې ګڼ شمېر بهرني قوماندنان او وسلوال هم شامل دي.