جلال اباد (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ د ګاز ډبې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ نهه غړي ټپيان شول.
د کامې ولسوال عبدالوهاب مومند د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د ولسوالۍ د ګهيک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د صدراعظم په نوم د سيمې د يوه اوسېدونکي په کور کې ګاز ډبه چاودلې، چې له امله يې په خپله صدراعظم، د هغه مېرمنه او د يوه ٢٠ ورځني ماشوم په ګډون اوه نور ماشومان ټپي شوي دي.
نوموړى وايي، چې ټپيان د کامې روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
د کامې د روغتون يوه کارکوونکي محمد صابر پژواک اژانس ته وويل، چې په ياد شوي کور کې يې يوه ګاز ډبه پر بلې ګاز ډبې د ګرمولو لپاره اېښې وه، څو يخ شوى ګاز ګرم کړي، چې ناڅاپه چاودېدلې ده.
نوموړى وايي، چې درې ټپيان له لومړنۍ درملنې وروسته فارغ شوي او شپږ نور يې تر درملنې لاندې دي، چې د دوو حالت ښه نه دى.










