منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په تخار کې اووه ماشومان د يخنۍ له امله مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

تالقان (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د تخار ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې د سختې يخنۍ او د لارو د بندېدو له امله اووه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د کلفګان ولسوال محمد رضا سراى سنګي د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماشومان په تېره يوه اونۍ کې په لرې پرتو کليو کې د سختې يخنۍ له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په وينا، د خرقه قان، ناوان او سرچشمې کلي د يادې ولسواليو له لرې پرتو سيمو څخه دي، چې لارې يې له لسو ورځو راهيسې له مرکز سره تړلې دي.

سراى سنګي زياته کړه، چې په دغو کليو کې تراوسه اووه ماشومان مړه شوي دي او ښايي په راتلونکو ورځو کې د مړو شمېره زياته شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له مرکز سره د يادو کليو د لارو په اوږدو کې نږدې يو متر واوره ورېدلې، چې د شاوخوا دوه زرو کورنيو لاره په بشپړه توګه تړل شوې ده.

د خرقه قان د کلي اوسېدونکي غلام محى الدين پژواک ته وويل: ((واوره زياته ورېدلې او لس ورځې کېږي چې لاره بنده ده.))

د نوموړي په وينا، په ياد کلي کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې د يخنۍ له امله دوو ماشومانو ساه ورکړې او د نورو خلکو حالت هم ښه نه دى.

نوموړي وويل، چې نږدې ٣٠٠ څاروي هم د سختې يخنۍ له امله په ياد او شاوخوا کليو کې له منځته تللي دي.