منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۲ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې د تکواندو سيالۍ پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

خوست ښار (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): په خوست کې د المپيک امريت په چوکاټ کې د ښاروالۍ رياست له لوري د تکواندو سيالۍ پيل شوې.

د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ د سلواغې په ٢٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د تکواندو دغه سيالۍ نن د ښاروالۍ رياست لخوا پيل شوې، چې يوه اونۍ به دوام  وکړي.

د هغه په وينا، دا سيالۍ د خوست ښاروالۍ لخوا د هغه کمپاين د لړۍ يوه برخه ده، چې د ښار د پاکوالي په موخه يې پيل کړې دي.

نوموړي وويل، چې په دې سياليو کې د خوست ولايت څلورو بېلابېلو منتخبو لوبډلو ګډون کړی، چې هره لوبډله ١٢ لوبغاړي لري.

دى وايي، چې په دې لوبډلو کې د خوست د مرکز په ګډون د بېلابېلو ولسواليو د تکواندو لوبډلو څخه لوبغاړي غوره شوي دي.

عزيز ملنګ زياته کړه، چې په سياليو کې ګډون کوونکو ته ټول لوازم او ګټونکي لوبډلې ته ډالۍ په دې ولايت کې د RAM-UP په نوم يوې مرسته کوونکې موسسې برابر کړي دي.

دغې موسسې تر دې مخکې هم په خوست کې د ورزش په بېلابېلو برخو کې سيالۍ برابرې کړي او مالي لګښت يې پر غاړه اخيستی دى.

د خوست ښاروال انجينر امان الله جليلي پژواک اژانس ته وويل، چې له دې سياليو څخه يې موخه د  ښار د پاکوالي کمپاين ته وده ورکول او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکي کې هم پلان لري، چې دې ته ورته سيالۍ په بېلابېلو برخو کې ترسره کړي.

په دې سياليو کې يوتن برخه اخيستونکي ظفر خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړى دې سياليو ته ځکه خوښ دی، چې په دې ولايت کې به ورزش ته نوره وده هم ورکړل شي.

هغه د المپيک له مسوولينو وغوښتل، چې په راتلونکي کې دې د ورزشبرخې تهپاملرنه زياته کړي او لوبغاړو ته دې اړينې اسانتياوې برابرې کړي.