سرپل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د سړې هوا او د مواصلاتي لارو د بندېدو له امله يوې ناروغې مېرمنې او د هغې ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د بلخاب ولسوالۍ سکټوري مدير يوسف علي رستګار پژواک اژانس ته وويل، يوه مېرمن له خپل ماشوم سره، چې مزارشريف ته د درملنې په موخه په لاره وه، د لارې په اوږدو کې يې د زياتې يخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
هغه وايي، چې دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې او هغه ناروغان چې د ولسوالۍ په مرکز کې د درملنې وړ نه وي، نو مجبور دي، څو د خپلې درملنې لپاره مزارشريف او يا هم د سرپل مرکز ته مراجعه وکړي.
د سرچينې په وينا، له لسو ورځو راهيسې له مرکز سره د يادې ولسوالۍ مواصلاتي لاره تړلې ده.
د سرپل د عامه ګټو مدير انجنير عنايت الله سادات هم ياده پېښه تاييد کړه او پژواک ته يې وويل، چې دغه پېښه بلخ ولايت ته نږدې رامنځته شوې ده.
هغه څرګنده کړه، چې دوى هڅه کوي، څو له مرکز سره د يادې ولسوالۍ مواصلاتي لار ژر تر ژره پرانيزي.
د بلخاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدحسن پژواک ته وويل: ((ياده مېرمن او ماشوم يې له خپل پلار سره د درملنې په موخه مزارشريف ته پر لاره و، چې مړه شول.))
د هغه په وينا، د هغوى مړي د ولسوالۍ مرکز ته وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو لسو ورځو کې په تخار ولايت کې ١٢ماشومان د يخنۍ له امله مړه شوي دي.










