نيلي (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): د دايکنډي په سنګ تخت ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله د ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شول.
د سنګ تخت ولسوال شېرجان محمدي نن (د سلواغې ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان د تېرې اونۍ په اوږدو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د سختې سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
د هغه په وينا، په دې موده کې دوه ماشومان، چې عمرونه يې د ٢ او ٧ مياشتو ترمنځ دي، د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو او دوه سړي د واورې ښويېدنې له امله مړه شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره شپه دوه مېرمنې د درمنلې لپاره د ولايت مرکز ته وړل شوې، چې د يخنۍ له امله يې ساه ورکړې ده.
د دايکنډي د ولايتي شورا د سنګ تخت ولسوالۍ د خلکو استازي هادي رحيمي د اتو تنو د مړينې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې د سړې هوا له کبله د دې ولسوالۍ د ١٢ کليو د څښاک ټولې اوبه کنګل شوې دي.
د هغه په وينا، خلک دغه مهال واوره ويلي کوي او د څښکاک د اوبو او مينځلو لپاره ترې کار اخلي.
د دايکنډي والي قربانعلي اورزګاني پژواک ته وويل، چې دوى له سنګ تخت ولسوالۍ څخه د بشپړ راپور په تمه دي، څو له مخې يې ورته اړين ګامونه پورته کړي.
هغه زياته کړه، چې د ولايت له مرکز سره د سنګ تخت له ولسوالۍ پرته د ټولو ولسواليو نښلونکي لارې خلاصې دي او خلک کولاى شي، چې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د دايکنډي په ميرامور ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله پنځه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي وو.










