منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۸ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د باميانو د شاتوى په کوتل کې په واور کې ګير شوي مسافرين د مرستې تمه لري

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

د باميانو ښار (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): تر سلو زيات هغه مسافرين چې د باميانو په کوتل کې د واورې په توپان کې ګير شوي دي، وايي چې که له دوى سره مرسته ونه شي، د دې وېره شته چې د دوى يو شمېر کسان له منځه لاړ شي.

دغه مسافرين چې تېره ورځ د باميانو له مرکز څخه د ورث ولسوالۍ پر لور او د ډايکندي ولايت له شهرستان ولسوالۍ څخه د باميانو د مرکز پر لوري روان وو، وايي چې په شاتو کوتل کې په واورو کې ګير پاتې دي او شپه يې په سختۍ سره تېره کړې ده.

دغه کوتل د باميانو ولايت د پنجاب او يکاولنګ ولسواليو ترمنځ پروت دى.

د حاجي محمد صادق په نوم يوه مسافر پژواک خبري اژانس ته وويل، نږدي ١٣٠ تنه چې په ١١ فلاينګ کوچ موټرو کې سپاره وو، سړه شپه يې د کوتل په سيمه او د هغې په شاوخوا سيمو کې تېره کړې او له همدې امله له دوى څخه زيات شمېر خلک سړو وهلي او ناروغان دي.

هغه زياته کړه: (( د موټرو بخارۍ تر نيمې شپې پورې چالانې وې، خو موټرچلوونکو بخارۍ ګل کړې او ويې ويل، چې تېل يې خلاص کړي؛ له همدې امله مسافرين سړو وهلي او ناروغ شوي دي.))

دغه مسافر زياتوي چې د ده په ګډون اووه تنه مسافر، نن سهار له موټر څخه ښکته شوي او يو نيم ساعت يې د کوتل په پاى کې تر يوه کلي پورې پلى مزل کړى دى، نور خلک هم د کوتل په شاوخوا سيمو کې له موټرو څخه ښکته شوي او پلي روان دي.

حاجي صادق چې د باميانو له مرکز څخه د ورث ولسوالۍ ته روان و، زياته يې کړه چې هغوى د کلي په يوه جومات کې ځاى پرځاى شوي دي؛ خو د سيمي خلک چې څو محدودې کورنۍ دي، له هغوى سره د خوراکي او سوند توکو د مرستې توان نه لري.

يوه بل مسافر احمد وويل، چې هوا ډېره توپاني ده او واوره هوا ته بادوي، تر هغه چې هغوى نه شي کولاى خپله لس متري وويني.

هغه وايي، چې د مسافرينو په ډله کې دوه ماشومان هم شته او بايد چارواکي مسافرين له دې حالت څخه وژغوري او روغتيايي ډلې هم سيمي ته واستوي؛ له دې پرته به يو شمېر مسافرين ژوند له لاسه ورکړي.

خو د يکاولنګ ولسوال عبدالاحمد مبارز وايي، چې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ډله له مسافرينو سره د مرستې په خاطر د دې کوتل پر لوري خوځېدلې ده.

هغه وايي چې د مسافرينو له روغتيايي وضعيت څخه کره راپور په لاس نه لري؛ خو د ټېلېفون له لارې يې له مسافرينو اورېدلي چې هغوى په ښه وضعيت کې نه دي.

د باميان ولايت له پېښو سره د مبارزې کمېټې رييس محمد رضا رفعت وويل، چې  هغه د يکاولنګ ولسوالۍ ته تللى او له سيمه ييزو چارواکو سره يوځای په دې لټه کې دي، چې له مسافرينو سره مرسته وکړي.

رفعت وايي، چې که چېرې مسافرين درملو او ډاکټرانو ته اړتيا ولري، د يکاولنګ روغتون ته لېږدول کېږي.

د يادونې وړ ده چې تېره مياشت نږدې ٤٥ مسافرين چې د باميانو د قوناق او شاتوى په کوتلونو کې په واورو کې ګير  پاتې وو، په سړه او توپاني هوا کې د يوې شپې يخنۍ له تېرولو وروسته د ژغورنې د ډلو له خوا خوندي ځايونو ته ولېږدول شول.

باميان چې له دوو لارو سره له کابل سره تړل شوى، يو سوړ مرکزي ولايت دی،  چې لارې يې زياتره وخت په ژمي کې د ترافيکو پرمخ تړلې وي.