کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د ماشومانو د ژغورنې نړيوال سازمان (سيو. ډي. چلډرن) وايي، چې په افغانستان کې د سختې يخنۍ له امله ٢٨ ماشومان مړه شوي او په راتلونکو څو اونيو کې يې د دې شمېرې د زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د يادې ادارې له خوا د سلواغې په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې په تېرو پنځلسو کلونو کې په لومړي ځل ساړه ډېر شوي دي، چې له امله يې د ماشومانو د مړينې کچه لوړه شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د سړې هوا له امله د کابل ښار په شاوخوا پنډغالو او خېمو کې تر اوسه ٢٨ ماشومان مړه شوي او که بېړنۍ مرستې ورته ونه رسول شي، نو دا کچه لوړېداى هم شي.
دغه مرستندويه سازمان ويلي، چې له سړې هوا څخه د ځان ساتنې په موخه يې پر يادو شوو خلکو د ګرمو جامو، کمپلو او نورو توکو وېشلو لړۍ يې پيل کړې ده.
ياد سازمان وړاندوينه کړې، چې په راتلونکو څو ورځو کې هوا نوره هم سړېږي او له دغو خلکو سره د نورو مرستو او فنډ ته اړتيا ده.
سرچينې زياته کړه، چې په روانه اونۍ کې د ډېرې واورې وړاندوينه شوې او کېداى شي د تودوخې درجه منفي اولسو ته راټيټه شي.
د ياد شوي سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سړې هوا له امله د کابل ترڅنګ د افغانستان شمالي او منځنۍ سيمې هم اغېزمنې شوې دي او د هوا له ګرمېدو وروسته د سېلابونو اندېښنه هم شته.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې د سازمان مشر باب ګرېبمن ويلي، چې په دغه هېواد کې ساړه ډېر بې رحمه او سخت دي او له دې يخنۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې لپاره اسانتياوې نشته.
هغه زياته کړې: ((ځيني ماشومان داسې هم شته، چې له ګرمو جامو، خوړو، سون توکو او بوټانو پرته دا شپې سبا کوي.))
خو د عامې روغتيا د وزارت وياند غلام سخي کارګر پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ورستۍ تېره يوه مياشت کې د هېواد په کچه د سړې هوا له امله ٤٠ ماشومان مړه شوي، چې له دې ډلې ٢٤ يې په کابل کې دي.
نوموړي په داسې حال کې، چې د هوا سوړ والى يې د اندېښنې وړ وباله، زياته کړه، چې ياد ماشومان د سړې هوا له امله په تنفسي ناروغيو اخته او مړه شوي دي.
شرچينې څرګنده کړه، چې په کابل کې يې د بېځايه شوو خلکو په کمپونو کې ګرځنده روغتيايي ټيمونه ګومارلي دي.










