اسلام اباد (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د پاکستان او افغانستان د شل اوريز کرکټ فدراسيونونو د لوبډلو په سيالۍ کې پاکستان افغان لوبډلې ته په ٥٥ اورونو ماتې ورکړه.
د امن په نوم د پاکستان او افغانستان د شل اوريزو کرکټ لوبډلو ترمنځ، نن (د سلواغې ٣٠مه) د خيبر پښتونخوا د پېښور ښار په ارباب نياز لوبغالي کې شل اوريزې سيالۍ ترسره شوې.
د پاکستان د شل اوريز فدراسيون لوبډلې کپتان ياسر حميد د پچې په ګټلو، لومړى بېټنګ غوره کړ او په شلو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٧ منډې جوړې کړې او ١٧٨ منډې يې افغان لوبډلې ته هدف وټاکه.
د پاکستان د لوبډلې کپتان ياسر حميد ٧٤ او ريحان ٤٦ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د شل اوريز فدراسيون لوبډلې له لوري دل اغا د په ٢٠، مجتبى په ٢٤، عبدالله په ٢٨ او اسدالله په ٢٩ منډو ورکولو سره يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغان لوبډلې کپتان هستي ګل ٣٩ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي د ١٢٢ منډو په جوړېدو وسوځېدل.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان د شل اوريز فدراسيون لوبډلو ترمنځ، نن لومړۍ سيالي وه چې دويمه به يې سبا او درېيمه د فبرورۍ مياشتې په يووېشتمه نېټه ترسره کېږي.










