منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

دوه تنه تر ديوال لاندې مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۰ کتنې

ترينکوټ ( پژواک د کب لومړۍ  نېته ٩٠ ) : د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوه شپيته کلن سپين ږيري په ګډون دوه تنه  تر هغه ديوال لاندې مړه شول ، چې د زيات اورښت له امله ونړېد.

د دې ولايت د والي وياند سيد معروف همدرد د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې  دا پېښه  نن له غرمې مخکې په لسو بجو د ترينکوټ ښار د تودې په سيمه کې رامنځته شوه.

دى وايي چې په ياده سيمه کې دوه ځايي اوسېدونکي ، چې عمرونه يې د ٥٠ او ٦٠ کلونو ترمنځ وو، په يوه کوڅه کې روان و، چې ناڅاپه دېوال پرې را پرېوت او دواړه ترې  لاندې مړه شول.

هغه زياته کړه چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د واورې او باران د اورښتونو له امله           يو شمېرخامه کورونه زيانمن شوي دي.

د والي وياند وويل چې مړي لومړى روغتون ته يوړل شول او بيا خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د واورو او بارانونو د زيات اورښت او سړې هوا له امله له سلو زيات هېواد وال مړه شوي دي.