چغچران (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠): په غور ولايت کې د واورې ښويېدنې له امله درې تنه مړه او څلور نور ټپيان شول.
د غور له پېښو سره د مبارزې رييس حميدالله دادفر، نن (د کب لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د چغچران د زرتلي په سيمه کې د واورې ښويېدنې له امله يو کور ويجاړ شوى، چې له امله يې د کورنۍ دوه غړي مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
دادفر زياته کړه، چې همدارنګه د واورې ښويېدنې دوه نورې پېښې، نن د چغچران د مرغاب په سيمه او د دولينې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
سرچينې زياته کړه، چې د واورې ښويېدنې له امله په دولينې ولسوالۍ کې دوه تنه او مرغاب کې يو تن ټپي شوی دی.
د سرچينې په وينا، دغه کسان هغه مهال له يادو پېښو سره مخ شول، چې غوښتل يې له کليو څخه تېر شي.
نوموړي زياته کړه، چې د مرکز د کليو په ګډون د ياد ولايت ټولې لارې د واورې د ورېدو له امله تړل شوې دي.
د غور ولايت د فوايد عامې مسوول محمد اقبال پژواک ته وويل، چې په تېرو درېيو ورځو کې يو ځل بيا سخته واوره ورېدلې او د ځمکې پر سر د واورې اندازه له يو څخه تر دوو مترو پورې رسېدلې ده.
نوموړي وويل، چې ښايي تر ٢٠ نورو ورځو پورې هم د دغه ولايت لارې تړلې پاتې شي، ځکه د ځمکې پر سر د واورې اندازه زياته ده او دوى يې د پاکولو لپاره اړين ماشينونه نه لري.
د چغچران د قطس کلي اوسېدونکی شېراحمد پژواک ته وويل، چې کور يې له ښار څخه په لس کيلومترۍ واټن لري؛ خو له تېرو درېيو ورځو راهيسې ښار ته نه دى تللى، ځکه واورې ټولې لارې تړلې دي.
نوموړي زياته کړه، چې خلک د خوراکي توکو او حيواني علوفې له اړخه له ستونزې سره مخ دي او دولت بايد د ځمکې او هوا له لارې له دوى سره مرسته وکړي.










