کابل (پژواک ٢ کب ٩٠): د هوا پېژندنې اداره د راتلونکي کال د وري مياشتې تر پايه د عادي اورښتونو اټکل کوي، خو يو مشهور منجم وايي، چې د روانې مياشتې يواځې په ٧مه او ٢٩مه د اورښت امکان شته.
سږ کال ژمى د هېواد په مرکز او ولايتونو کې ډېر اورښتونه شوي، له تېرې جمعې راهيسې اورښتونه وو او نن هم په کابل او يو شمېر ولايتونو کې آسمان وريځ دى.
د هوا پېژندنې د ادارې مشر محمداسحاق نوري د کب په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال تر اوسه په افغانستان کې د اورښت کچه په منځني ډول عادي کچې ته رسېدلې او تمه ده، چې په عادي ډول نور اورښتونه هم وشي.
هغه په افغانستان کې د اورښت کلنۍ طبيعي کچه ٢٤٠ ملي متره وښوده او زياته يې کړه، چې تېر کال دغه کچه له طبيعې درجې له ١٥ تر ٢٠ سلنې ټيټه وه.
خو دى وايي، تمه ده چې سږ کال په هېواد کې د اورښت منځنۍ کچه تر ٢٤٠ ملي مترو لوړه، ډېرې اوبه زېرمه او د وچکالۍ منفي تاثيرات ډېر کم شي.
د هېواد مشهور منجم عبدالله کندهاري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کب په ٧مه او د کب له ٢٩ مې تر شپږو ورځو د اورښت اټکل کېږي.
هغه وويل: ((الغيب عندالله، د راتلونکي کال د حمل د مياشتې له پنځمې وروسته به د دې مياشتې د اورښتونو د اټکل په اړه وروسته معلومات درکړم.))
خو دى هم وايي، چې راتلونکى (١٣٩١) کال به د وچکالۍ ستونزه ډېره کمه او کال به اباد وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې د افغانستان په ۱۴ شمالي، شمال ختيځو او شمال لوېديځو يو شمېر ولايتونو کې د وچکالۍ له امله د بزګرانو ډېر کښتونه له منځه ولاړل.
د هوا پېژندنې اداره وايي، تېره شپه د تودخي درجه منفي دوه او نن ورځ مثبت ٧ ده.
محمد اسحاق نوري زياته کړه: ((د هېواد پر ډېرو سيمو تاوده موجونه راغلي او سړې څپې يواځې د هېواد په لوېديځو سيمو کې شتون لري، چې تر راتلونکو څلورو ورځو به يادو سيمو ته هم تودې څپې ورسېږي.))
خو منجم کندهارى وايي: ((د راتلونکې شبنې ورځې تر سهاره، چې د کب د مياشتې ٦مه نېټه کېږي، زما ټول وطنوال دې خپل ځانونه او څاروي د يخ له اذيت نه وساتي؛ ځکه ډېره يخه څپه راروانه ده.))
د ده د معلوماتو له مخې، نن د تودخې لوړه درجه ٤ او ټيټه منفي ١٠، سبا لوړه ٣ او ټيټه منفي ١٣، پنجشنبې لوړه ٢ او ټيټه منفي ١٣، جمعه لوړه ٤ او ټيټه منفي ١٢ او شنبې لوړه ٤ او ټيټه منفي ١٠ وي.
هغه زياتوي، چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ به ديوې ورځې لپاره تربرف اوري او د تودوخې لوړه درجه به ٥ او ټيټه منفي شپږو ته ورسېږي.
د ده د اټکل له مخې، له يکشنبې وروسته ورځ په ورځ هوا ګرميږي.










