منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

ايساف په واورو کې ايسار شوي پوليس وژغورل

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

چغچران (پژواک ٣ کب ٩٠): يوولس پوليس، چې په غور ولايت کې په واورو کې بند پاتې وو، د ايساف د هوايي ځواکونو له خوا ژغورل شوي او د يوه پوليس افسر له مړي سره يې د دغه ولايت مرکز ته وړي دي.

د غور د شهرک ولسوالۍ د امنيه قوماندان، سمونيار خدا داد د معلوماتو له مخې، چې د دې ولسوالۍ د پوليسو ١٢ افسران د پوليسو په روزنيز مرکز کې د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د سلواغې په ٢٧مه د چغچران پر لور روان و، چې د سختې واورې د اورېدولو له امله يې موټر د مرکز او دولينه ولسوالۍ تر منځ د تربولاق په سخته لاره کې له حرکته ولوېدل.

خدا داد وويل، چې دوه شپې وړاندې د يادې ولسوالۍ د امنيت امر د يادو افسرانو په ډله کې و، چې د سړې هوا له امله يې ساه ورکړه.

د شهرک ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته کړه، چې يو شمېر افسرانو په سيمه کې نږدې د استوګني کورونو ته ځان رسولى او د يادو کورنو اوسېدونکي، چې په خپله د سړې هوا او د لارو بندوېدو له امله له ستونزو سره مخ دي، له دوى سره د خوړو مرسته وکړه.

د غور د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالرشيد بشير نن (د کب ٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کله چې په شهرک ولسوالۍ کې د ١٢ افسرانو د خوندي کولو لپاره د خلکو په مرسته زموږ هڅې ناکامې شوې، له کورنيو چارو وزارت او د هرات زون له قوماندانۍ نه مو د هوا له لارې د مرستې غوښتنه وکړه.))

سرچينې زياته کړه، چې د ايساف چورلکو نن سهار د پوليسو ١١ افسران او د شهرک ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر مړى له يادې سيمې د ولايت مرکز ته يوړل.

سمونوال بشير زياته کړه، چې د ١١ ژغورل شوو افسرانو له ډلې دوه يې يخ وهلي، چې د غور د امنيه قوماندانۍ د کلينيک د ډاکترانو تر درملنې لاندې دي او د نورو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

هغه زياته کړه، چې ياد افسران په چغچران کې د پوليسو روزنيز مرکز ته ولېږدول شول.