منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان په لاريون کې درې تنه وژل شوي او ١٢ ټپيان دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک٤کب٩٠): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې د ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ په لاريون کې درې لاريون کوونکي وژل شوي او د دولتي سرتېرو په ګډون ١٢ تنه نور ټپيان دي.

د اروزګان ولايت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير ګلاب خان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دهراوود ولسوالۍ په زرګونو اوسېدونکو په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران د نسخو د سوځولو په اعتراض لاريون وکړ.

د ده د معلوماتو له مخې، لاريون هغه مهال په تاوتريخوالي واوښت چې لاريون کوونکو هڅه کوله د ولسوالۍ پر ودانې ورننوځي.

هغه ادعا وکړه، چې د لاريون کوونکو په منځ کې وسله والو مخالفينو هم ګډون درلود، چې پر امنيتي ځواکونو يې ډزې وکړې؛ خو ده د امنيتي ځواکونو له خوا د متقابلو ډزو په اړه څه ونه ويل.

د ګلاب خان په وينا، د وسله والو په ډزو کې درې لاريون کوونکي وژل شوي، دوه پوليس، پنځه د ملي اردو سرتېري او شپږ لاريون کوونکي ټپيان دي.

ګلاب خان وايي، چې په مرکز ترينکوټ کې هم شاوخوا دوو زرو تنو لاريون کړى وو، چې د يوه لاريون کوونکي له خوا د ډبرې په ګوزار کې يو پوليس ټپي شوى دى.

لاريون کوونکو د امريکا او لوېديځ پر ضد شعارونه ورکول او د قران کريم د سوځولو د عاملينو محاکمه يې غوښته.

يوه لاريون کوونکي حاجي نعيم، چې په لاريون کې د ګډون له موخه له چورې ولسوالۍ ترينکوټ ته راغلى و، پژواک ته وويل: ((که چېرې بهرني ځواکونه د اسلامي مقدساتو سپکاوي ته دوام ورکړي او دولت يې مخه ونه نيسي، نو موږ به يې په خپلو ټولو امکاناتو ورڅخه دفاع وکړو.))

  دغه لاريون نن له ماسپښين وروسته پاى ته ورسېد.

د اروزګان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير، همداراز وويل چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ١٠ بجې د دې ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى، يو پوليس يې وژلى او بل يې ټپي کړى دى.

هغه طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل، خو د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د دوى کسانو په ياد بريد کې د پوليسو يو قوماندان له ساتونکي سره وژلى او يو پوليس يې ټپي کړى دى.

په اروزګان کې لاريونونه داسې مهال کېږي چې په بګرام اډې کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د نسخو د سوځولو په اعتراض له تېرو درېيو ورځو راهيسې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې لاريونونه روان دي.

د رسمي سرچينو د معلوماتو له مخې، د نن ورځې په لاريونونو کې ٩ تنه وژل شوي او د امنيتي منسوبينو په ګډن ٥١ نور ټپيان دي.

د تېرې ورځې په لاريونونو کې هم ٧ لاريون کوونکي ووژل شول او د درېيو پوليسو په ګډون ٣٠ نور ټپيان شول.