باميان- نيلي (پژواک ٤ کب ٩٠): په دايکنډي ولايت کې واورې ښويېدنې دوه تنه مړه کړل، چې په دې سره په دغه ولايت کې د روان ژمي په اوږدو د دا ډول پېښو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ١٩ تنو ته ورسېدو او مواصلاتي لارې يې له کابل سره بندې دي.
واوره تېره ورځ د دغه ولايت په خدير ولسوالۍ کې وښويېده او له امله يې پنځه تنه، چې له مرکز نيلي څخه خدير ولسوالۍ ته پر لاره وو، مړه شول.
د خدير ولسوال عبدالقادر حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې دوه تنه ونيول شول او درې نور ژغورل شوي دي.
نوموړي وويل، چې دوه مړه شوي سړي دي او ژغورل شوي يو د ملي امنيت کارمند او دوه نور عادي کسان دي.
ډاکتر سکندر زارع، چې د خدير په ولسوالۍ کې درملتون لري، وايي، وروسته له هغه چې د سيمې خلک له دې پېښې خبر شول، سيمې ته ولاړل او درې تنه يې وژغورل.
نوموړي زياته کړه، چې دوو تنو تر واورې لاندې ساه ورکړې وه او د مړې يې له واورو را ايستل شوي دي.
د دايکنډي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق وايي، چې په روان ژمي کې د واورو ښويېدو له امله په ټولېزه توګه ١٩ تنه مړه شوي، چې اوه يې په خدير، ٦ په سنګ تخت، پنځه تن په ميرامور او يو تن په اشترلي ولسوالۍ کې مړه شوي دي.
د خدير ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې څه باندې يو متر واوره اورېدلې او په وروستيو واورو کې د پنځو کورونو د نړېدو ترڅنګ، څه باندې پنځه زره مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي هم له منځه تللي دي.
همدارنګه د دايکنډي ولايت د طبيعي پېښو پر ضد د مبارزې مشر رضا صادقي پژواک ته وويل، چې د وروستيو اورښتونو له امله د دغه ولايت له مرکز سره نښلېدونکې لارې او له کابل سره د قوناق کوتل لاره له څلورو ورځو راهيسې بندې دي.
د هغه په وينا، د ولايت له مرکز سره يواځې د ميرامور او شهرستان ولسواليو لارې خلاصې دي او نورې لارې بندې دي.
صادقي زياته کړه، چې په قوناق کوتل کې د واورې ښويېدو له امله، له کابل سره د دغه ولايت لاره له څلورو ورځو راپه دېخوا بنده ده.
د دايکنډي د فوايد عامې رييس انجنير خداداد سيرت پژواک ته وويل، چې د قوناق له کوتل څخه عادي واوره پاکه شوې، خو د د واورې د ښويېدو له امله لاره بنده شوې ده.
هغه وويل، چې په خدير او اشترلي کوتلونو کې هم واورې را ښويېدلي او د دغو ولسواليو مواصلاتي لارې يې بندې کړې دي.
د يادونې ده، چې د طبيعي پېښو پر ضد د مبارزې اداره وايي، چې د برفکوچونو له امله لږ ترلږه په ټول هېواد کې ١٢٤تنه مړه شوي، چې ډېرى مرګ ژوبله په بدخشان ولايت کې اوښتې ده.