منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په نننيو لاريونو کې نهه تنه ووژل شول او ٥١ نور ټپيان شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک ٤ کب ٩٠): قران کريم ته د سپکاوي په غبرګون په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د هغو لاريونونو په پايله کې چې نن ترسره شول، د دوو بهرنيو سرتېرو په ګډون ٩ تنه ووژل شول او ٥١ نور ټپيان شول.

امريکايي ځواکونو درې شپې مخکې د قران کريم څلور نسخې د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې وسوځولې، چې دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د لاريونونو لامل شوى دى.

ننني لاريونونه د کابل د بګراميو په ولسوالۍ، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او د خوګياڼيو او بټي کوټ ولسواليو، د لغمان په مرکز مهترلام، په قرغيو او الينګار ولسواليو، د فارياب په مرکز په ميمنې ښار او د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ترسره شول.

همدارنګه د اروزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ، د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار، د لوګر ولايت په خوشي ولسوالۍ، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ او همدارنګه د جوزجان او هرات په ولايتونو کې لاريونونه پر لاره اچول شوي، چې ځينې يې پر تاوتريخوالي اوښتي او مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې ده.

د هغو شمېرو له مخې چې پژواک خبري اژانس له خپلو نننيو راپورونو څخه ترلاسه کړي، په ټوليزه توګه ٩ تنه وژل شوي او ٥١ نور ټپيان دي.

د خوګياڼيو ولسوالۍ په لاريون کې دوه لاريون کوونکي او دوه امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

خو ايساف وايي چې د دوى يو سرتېرى د افغانستان په ختيځ کې، د يو کس له خوا چې د ملي اردو يونيفورم يې درلود، وژل شوى دى.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند وايي، چې د ايساف دغه عسکر د خوګياڼو ولسوالۍ د خلکو د لاريون په ترڅ کې د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا وژل شوى دى.

د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په لاريون کې درې لاريون کوونکي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په لاريون کې يو تن او په لغمان ولايت کې هم يو تن وژل شوى دى.

د ننګرهار په خوګياڼو او بټي کوټ ولسواليو او د لغمان د مرکز مهترلام په لاريونونو کې ١٨ تنه ټپيان شوي او همدارنګه د فارياب ولايت د مرکز د ميمنې په ښار کې د لاريون کوونکو په منځ کې د يولاسي بم د چاودنې له امله ١٢ تنه ټپيان شوي دي.

همدارنګه په دهراوود ولسوالۍ کې ١٢ تنه (شپږ لاريون کوونکي او شپږ د ملي اردو او پوليسو سرتېري)، په بغلان کې د دوو پوليسو په ګډون څلور تنه، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې دوه تنه او د کابل په بګراميو کې دوه تنه او يو پوليس ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرې ورځې په لاريونونو کې اووه تنه وژل شوي او د درېيو پوليسو په ګډون ٣٠ تنه ټپيان وو.