کابل : ( پژواک ٥ کب ٩٠): په داسې حال کې ، چې د بهرنيو ځواکونو لخوا د قران سوځونې پر وړاندې نن هم لاريونونه دوام لري ، ايساف ځواکونه وايي چې د دغې پېښې په اړه د دوى او افغان دولت د ګډ پلاوي څېړنې روانې دي.
څلور ورځې مخکې په بګرام هوايي اډه کې مېشتو بهرنيو ځواکونو د قرآنکريم يو شمير نسخې او ګڼ شمېر ديني کتابونه وسوځول ، چې د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو غبرګون را وپاراوه او په پراخو لارنونو يې لاس پورې کړ.
نن له غرمې مخکې د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ او غزني ښار کې په سلګونو کسانو په لاريون لاس پورې کړى دى.
په ورته وخت کې د ناټو په مشرۍ د آيساف ځواکونو لخوا نن ( د کب ٥ مه ) پژواک خبري اژانس ته په يوه راليږل شوې خبر پاڼه کې ويلي، چې د بګرام د پيښې په اړه د ايساف او افغان دولت د ګډ پلاوي څېړنې روانې دي او د پلاوي غړي له عيني شاهدانو سره پر مرکو بوخت دي.
په خبرپاڼه کې د آيساف د عمومي قوماندان جنرال جان آلن له قوله ويل شوي، چې د افغان دولت له مشرتابه سره يو ځاى کار کول يواځينۍ لار ده ، چې آيساف دغه ستره تېروتنه جبيره کړه او په آينده کې يې د تکرار مخه ونيول شي.
جنرال آلن زياته کړې، په داسې حال کې چې دوى له افغان دولت سره يو ځاى د بګرام د پيښې په اړه کار کوي ، په ټول هېواد کې د آيساف له منسوبينو او افغانانو څخه د زغم او حوصلې غوښتنه کوي.
په بګرام د مېشتو بهرنيو ځواکونو لخوا د قرآنکريم د څو نسخو له سوځولو وروسته د امريکا ولسمشر بارک اوباما، د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان آلن او د امريکا دفاع وزارت له ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته.
د بګرام د پيښې د اعتراض له امله په تيرو درې ورځو کې لاريونونه له تاوتريخوالي سره مل و، چې په ترڅ کې يې دوه امريکايي سرتيري ، ١٦ ملکي افغان وګړي وژل شوي او د درې پوليسوپه ګډون ٨١ تنه ټپيان شوي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن