منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۳ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

په پغمان کې د ګلف ميدان او د زرشخ سيمې ځمکې به د غاصبينو له منګولو خلاصې شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل ( پژواک ٧ کب ٩٠) : د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګلف ميدان او د زرشخ سيمې غصب شوې ځمکې به  د غاصبينو له منګولو خلاصې او په زرشخ کې به ٥٠٠ جريبه ځمکه د ښوونکيو ښارګوټي ته ځانګړې شي.

 د کابل د والي وياند وسیع الله میاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه نن د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په خپله لومړنۍ ناسته کې وکړه.

 ده پرته له دې ، چې د چا نوم واخلي وويل چې په قرغه کې د ګلف ميدان او زرشخ په سيمو کې دولتي ځمکې د بېلابېلو کسانو لخوا غصب شوې دي او کمېسيون په نننۍ ناسته کې په دې سيمو کې رغنيزې چارې ناقانونه وبللې او له امنيتي ارګانونو يې د ناقانونه کړنو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

 هغه وايي، چې د زرشخ په سيمه کې ١٩٦٢ جريبه دولتي ځمکه غصب شوې او د کمېسيون د پرېکړې له مخې به ددې ځمکې ٥٠٠ جريبه د ښوونکيو د ښارګوټي لپاره د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شي.

 خو ده ونه ويل چې د ګلف په ميدان کې څومره ځمکه غصب شوې ده .

 د مياخېل په وينا ، کمېسيون پرېکړه وکړه،چې باید ټول اړونده ارګانونه د غصب د مخنیوي په برخه کې بشپړه همکاري وکړي او خپل فعالیتونه د یاد کمېسیون له لارې تنظیم کړي.

 هغه ونه ويل چې د کابل په نورو سيمو کې څومره ځمکې غصب شوې دي ، خو زياته يې کړه : (( کوښښ کوو چې که يوه لوېشت ځمکه هم غصب شوې وي، د غاصبينو له منګولو خلاصه کړو.))

 د سرچينې دمعلوماتو له مخې،ياد شوى کمېسيون د ولسمشر د فرمان له مخې جوړ شوى او نن يې د کابل والي په مشرۍ او د کرنې ریاست، مستوفیت، د اوبو د تنظیم ریاست، امنیه قومنداني، څارنوالۍ، د فساد پر وړاندې د مبارزې عالې ادارې، ښار جوړونې ریاست، ښاروالۍ، ملي امنیت، ولایتي شورا، کدستر او د اراضي ادارې د ريیسانو په ګډون خپله لومړنۍ غونډه د کابل ولایت په تالار کې جوړه کړه.

 په دې غونډه کې د کابل والي احمدالله علیزي په دې ولايت کې د ځمکو غصب یوه جدي ستونزه وبلله،چې له امله یې د دولت ډیرې ځمکې د غاصبینو لخوا غصب شوي او دا لړۍ روانه ده.

 هغه د ځمکو د غصب د مخنيوي او له غاصبينو يې د خلاصون لپاره د ياد شوي کمېسيون جوړېدل ګټور اقدام وباله .

 ده له ټولو ولايتي ادارو وغوښتل چې دغصب د مخنیوي لپاره په خپلو کې لاټینګه همغږي ولري او خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړي.

 د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دمعلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا څلور ميليون جريبه ځمکه غصب شوې ده .