منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د سبزک کوتل د واورې ښويېدنې له امله بند شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

قلعه نو (پژواک ٨ کب ٩٠): د سبزک کوتل، چې د هرات او بادغيس ولايتونو يواځېنۍ مواصلاتي لاره ده، د واورې د زيات اورښت او ښويېدو له امله د ترافيکو پر مخ بند شو.

د بادغيس د والي مرستيال عبدالغني صابر نن (د کب ٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کوتل له تېرې شپې را په دېخوا د ټرافيکو پر مخ تړل شوى دى.

د هغه په وينا، په دغه کوتل کې له تېرې ورځې را په دېخوا د واورې اورښت زيات شوى او همدارنګه په دې لاره ډېره زياته واوره را ښويېدلې ده.

هغه زياته کړه، چې دوى قراردادي شرکت ته خبردارى ورکړى، څو دغه کوتل ژر تر ژره د ترافيکو پر مخ خلاص او له دې برخې نه د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي عبدالمجيد شکېب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه کوتل په بندېدنو سره د خلکو او مسافرو ستونزې زياتې شوې دي.

د هغه په وينا، د واورې د ښويېدو له امله تېره شپه درې موټر تر واورو لاندې شوي وو، چې د خلکو او ملي اردو ځواکونو په مرسته يې مسافر له کومې مرګ ژوبلې پرته له واورو نه راو ايستل شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سبزک کوتل د بندېدو له امله هغه موټر، چې له بادغيس نه هرات او له هرات نه بادغيس ته تلل، بېرته ستانه شول.

خود سبزک کوتل د پاکولو د قراردادي شرکت چارواکي وايي، چې دوى د دغه کوتل د پاکولو لپاره دوه بيلدوزرونه تازه کرايه کړي دي.

د هغه په وينا، کېداى شي د دغه کوتل د پاکولو کار تر سبا دوام وکړي او تر هغو د ترافيکو پر مخ تړلى وي، څو په بشپړه توګه پاک شي.

د سبزک کوتل د بادغيس د مرکز په ٨٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او دغه ولايت له هرات او لوېديځې حوزې سره نښلوي، دا لاره د بادغيس او لوېديځې حوزې ترمنځ يواځېنۍ مواصلاتي لاره ده، چې د ژمي په موسم کې د واورې د اورښت له امله بنديږي.