منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

اور لګېدنې د دوو ماشومانو ژوند واخيست

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

قلعه نو (پژواک ١٠ کب ٩٠): د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ په يوه کور کې د اور لګېدنې له امله دوه ماشومان مړه او پنځه نور سخت ټپيان شول.

 د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمد جبار صالح، نن (د کب ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د ابکمري ولسوالۍ د نهراب په کلي کې رامنځ ته شوه.

 د نوموړي په وينا، که څه هم چې تراوسه د اور لګېدنې لامل معلوم نه دى؛ خو په پايله کې يې د يوې کورنۍ دوه ماشومان مړه او پنځه نور غړي ټپيان شول.

 د دغې کورنۍ يوه خپلوان نجيب الله پژواک ته وويل: ((ساعت نږدې د ماښام اووه بجې و، چې زما د تره د زوى له کور لوګى پورته شو.))

 نوموړي د اور لګېدنې د لامل په اړه ناخبري وښوده، خو زياته يې کړه، کله چې سيمې ته ورسېدل او کور ته ننوتل، دوه ماشومان مړه، د تره زوى يې سره له خپلې مېرمنې، دوو لوڼو او دوو زامنو سخت ټپيان شوي وو.

 نوموړي وويل، چې ټپيان د ځايي خلکو په مرسته ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د بادغيس د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر پادشاه خان پژواک ته وويل، چې ټپيان سوځېدنې درلودلې او تر لومړنۍ درملنې وروسته د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، مړه شوي دوه ماشومان له پنځو تر اووه کلونو عمر درلود او ټپيان د لاس، مخ او سينې په برخو کې لګېدلي وو.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت د بادغيس ولايت د جوند ولسوالۍ په يوه کور کې د ګاز ډبې په چاودنه کې د يوې کورنۍ پنځه غړي ټپيان شوي وو.