جلال اباد (پژواک ١٠ کب ٩٠): د جلال اباد ښار د چپرهار اډې ته څېرمه په دويمه ناحيه کې تېره شپه د اورلګېدنې له امله سوداګرو ته نږدې ٨ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
د ننګرهار امنيه قوماندان عبدالله ستانکزي دکب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اور لګېدنه تېره شپه شاوخوا اته بجې د ګازو د لمبې له امله په څو سرايونو کې رامنځ ته شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې اور د چارتراشو په يوه سراى کې لګېدلى و، چې يواځې مالي زيان يې اړولى دى.
عبدالله ستانکزي وويل، چې د اور وژنې ډله پر وخت سيمې ته ورسېدله او اور يې مړ کړ.
نوموړي زياته کړه، چې د ملي اردو ځواکونو هم د اور په کنټرول کې برخه اخيستې وه.
د دغه سراى مالک حاجي اشنا پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه په سراى کې اور لګېدلى و، خو ده د اور له لامل څخه ناخبري وښوده.
د نوموړي په وينا، شاوخوا ١،٨ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
يوسف خان، چې سراى يې په ياد اور کې سوځېدلى، پژواک ته وويل، چې اور ورته د ١،٥ ميليونه افغانيو تاوان اړولى دى.
نوموړي هم د اور د لګېدو له علت څخه ناخبري وښوده.
حاجي نظرګل، چې د ده سراى هم په اور کې سوځېدلى، وويل، چې تېره شپه اوه بجې او شل دقيقې خبر شوي، چې په سراى کې يې اور لګېدلى دى.
نوموړي وويل، کله چې سراى ته را ورسېد، د اور لمبې ډېرې زياتې وې.
حاجي نظرګل زياته کړه، چې د اور وژنې ډله پر وخت سيمې ته را رسېدلې او د اور د خپرېدو مخه يې نيولې وه.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه اور کې ورته څه باندې څلور ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم د ننګرهار په بېلابېلو دوکانونو کې د بې اختياطۍ له امله اور لګېدنې رامنځته شوي او ګڼ شمېر مالي زيانونه يې خلکو ته اړولي دي.










