منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۵ کتنې

تالقان (پژواک ١٠ کب ٩٠): په تخار ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او يو بل ټپي شو.

د تخار د امنيه قوماندانۍ د ترافيکو مدير سمونیارغلام فاروق نن (د کب لسمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، کرولا موټر، چې تېره شپه له تخار څخه کندوز پر لاره و، د تالقانو ښار د سوي موټر په سيمه کې د سړک ترڅنګ له يوه ولاړ باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د کرولا درې سپرلي مړه شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د تخار د ولايتي روغتون د اداري چارو مسؤول عبدالقيوم دغه روغتون ته د يوه ټپي د ور وړلو موضوع تاييد کړه او پژواک ته يې وويل، چې د ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د کندوز ولايت روغتون ته وړل شوى دى.

د يادونې ده، د تېرې مياشتې په اتمه نېټه هم د تالقانو ښار د قلبر په سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او اته نور ټپيان شوي وو.