منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د ملي امنيت شورا وېبپاڼه هک شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک ١١ کب ٩٠): د افغانستان د ملي امنيت شورا وېبپاڼه د هکرانو له خوا، چې ځان د القاعدې اړوند بولي، هک شوې ده.

دا وېبپاڼه (http://www.nsc.gov.af)، چې افغاني ډومين لري او د مخابراتو په وزارت کې ثبت شوې، له څه مودې راهيسې د هکرانو په واک کې ده او هغوى په دې پاڼه کې په عربي او انګريزي ژبو خپل پيغامونه او انټرنيټي ادرس ليکلى دى.

انټرنيټي هکرانو د القاعدې د پخواني مشر وژنې ته په اشارې سره ويلي، چې هغوى ټول اسامه دي.

اسامه بن لادن د روان کال په غويي مياشت کې د امريکايي کومانډو ځواکونو له لوري د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې ووژل شو.

د دې پيغامونو په يوه برخه کې د القاعدې د مشر ايمن الظواهري او د افغان طالبانو نومونه په ګوته شوي، چې د لوېديځو او يهوديانو پر وړاندې يې سخت دريځ نيولى دى.

د دې مخ په پاى کې مروان النعيمي، چې ځان يې د دې پاڼې هاکر معرفي کړى دى، د هغه په وينا، خپله دا کړنه مجاهدينو ته ډالۍ کوي.

د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې تاييد کړې، چې د افغانستان د ملي امنيت د شورا انټرنيټي پاڼه له څه مودې راهيسې د ناپېژاندو هاکرانو له لوري تر بريد لاندې راغلې او د استفادې وړ نه ده.

دا لومړى ځل دى، چې د ملي امنيت شورا وېبپاڼه چې د دولت له مهمو او سترو ادارو څخه ګڼل کېږي، د هاکرانو له خوا تر بريد لاندې راځي.