واشنګټن (پژواک ١٧ کب ٩٠): بارک اوباما په افغانستان کې د بګرام له پېښې وروسته په وضعيت اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې اوس د دې وخت را رسېدلى چې خپل پوځ له دغه هېواده اوباسي.
بارک اوباما دغه څرګندونې پرون په سپينې ماڼۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
خو هغه دا هم وويل، چې له افغانستان څخه له وتلو مخکې بايد دا خبره يقيني کړاى شي، چې القاعده نور په دغه هېواد کې فعاله نه ده او افغانستان پر يو ه پياوړي هېواد بدل شوى دى.
اوباما د بګرام په پوځي اډه کې د قران کريم د نسخو سوځولو پېښې ته په اشارې سره وويل: ((له دې پېښې وروسته رامنځته شوو حالاتو سخت اندېښمن کړى يم، دغو حالاتو له ننګونو سره مخ کړي يو.))
نوموړي زياته کړه، اوس د دې وخت راغلى، چې نور د امنيتي چارو مسووليت په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د يادونې ده، چې دوه اونۍ مخکې په بګرام کې د امريکايي ځواکونو له خوا د قران کريم له نسخو سوځولو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه ترسره شول، چې له امله يې لسګونو هېواوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز د همدې پېښې په غبرګون د افغان ځواکونو له خوا په درېيو پېښو کې د دوو سلاکارانو په ګډون شپږ امريکايان هم و وژل شول.
خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما زياته کړه، د افغانستان په وروستيو تاوتريخوالو کې، چې د دوى سرتېري هم په کې په نښه شول، د دوى لپاره د منلو وړ نه دي او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم دا خبره درک کړې ده.
د هغه په وينا، افغان ولسمشر هم اوس ډېره لېوالتيا ښيي، چې افغان ځواکونو ته د امنيت چارې وسپارل شي.
اوباما زياته کړه: ((موږ د داسې يوه ميکانيزم د رامنځته کولو په تکل يو، چې له مخې يې افغانان دا ومني، چې خپلواکۍ ته يې درناوى کېږي او د دغه ميکانيزم له مخې دوى د خپلو چارو په ترسره کولو کې په خپله مهم رول ولوبولى شي.))